کورپاڼه / تجارتي ليګونه / بنګله ټایګرز په سوپر لیګ کې لومړۍ بریا خپله کړه

بنګله ټایګرز په سوپر لیګ کې لومړۍ بریا خپله کړه

د بنګله ټایګرز لوبډلې د ۸ ویکټو په ستر توپیر د پونی ډیویلز لوبډلې ته ماتې ورکړه او د سوپر لیګ پړاو کې يې لومړۍ بریا خپله کړه.

د ابوظهبي ټي ۱۰ لیګ د سوپر لیګ لوبه د پونی ډیویلز او بنګله ټایګرز لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې په پیل کې بنګله ټایګرز پچه وګټله او پونی ډیویلز ته يې د توپوهنې بلنه ورکړه.

پونی ډیویلز په ټاکلو ۱۰ اورونو کې د ۳ لوبغاړو په سوځېدو ۱۱۵ منډې وکړې، چې له ډلې يې ټام کوهلر کېډمور ۴۸ او الیکس داویس ۴۱ ناسوځېدلې منډې وکړې.

د بنګله ټایګرز له لوري کریم جنت، قېس احمد او فضل حق فاروقي ۱-۱ ویکټ واخیستې.

د ۱۱۶ منډو هدف د بنګله ټایګرز لوبډلې په ۸.۵ اورونو کې د ۲ لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ او د ۸ ویکټو په ستر توپیر يې په سوپر لیګ پړاو سیالیو کې لومړۍ بریا خپله کړه.

د دوی له لوري ټام موریس ۳۸ ناسوځېدلې، چراغ سوري ۳۰ ناسوځېدلې او انډري فلیچر هم ۳۰ منډې وکړې.

د پونی ډیویلز له لوري محمد عامر ۱ ویکټ واخیسته.

د لوبې د غوره لوبغاړي جایزه ټام موریس ته ورکړل شوه.

نن د سوپر لیګ بله لوبه د ټیم ابوظهبي او ناردرن واریرز لوبډلو ترمنځ ترسره کېږي.

دا هم ولولئ

هند، انګلستان ته، استرالیا، نیوزیلېنډ ته او سریلانکا نمیبیا ته ماتې ورکړه

د شل نړیوال جام د سوپر (۱۲) پړاو تمریناتي لوبو کې هند، انګلستان ته په …