کورپاڼه / اسلام / د اسلام مطابق د خپلې میرمنې د خوشحاله ساتلو ۸ لارې چارې

د اسلام مطابق د خپلې میرمنې د خوشحاله ساتلو ۸ لارې چارې

نبي کریم صلی الله علیه وسلم فرمایي: چا چې واده وکړو، نو هغه نیم ایمان پوره کړو. واده کول زموږ د پیغبر سنت دی او که چېرته قران کریم مطالعه کړئ نو ډېر داسې ایتونه لاسته راوړئ چې د ښځې او خاوند د سپېڅلې اړیکې اهمیت یې بیان کړی دی. دغه راز نبي کریم صلی الله علیه وسلم چې کومه رویه یا سلوک له خپلو بیبیانو سره کاوه، نه یوازې دا چې د امت مسلمه لپاره بلکې د ټول انسانیت لپاره درس دی. په قران کریم ډېر ځلې په حقوق العباد ټینګار شوی او که چېرته له خپلې میرمنې سره له ښه سلوک څخه کار واخیستل شي، نو د یو ښه ژوند ضمانت درکولی شي، لاندې مو ۸ هغه اسلامي لارې چارې درته بیان کړي، چې په خپلولو سره تاسې خپلې میرمنې خوشحالولی شئ.

۱- له خپلو میرمنو سره ښه سلوک وکړئ او له سخاوت څخه کار واخلئ:

حضرت محمد صلی الله علیه وسلم له خپلو بیبیانو سره له برابرۍ کار اخیست، مینه یې ورکوله. کله چې له خپلو میرمنو سره مینه او محبت کوو، نو ترې څرګندېږي چې موږ خپلې میرمنې ته څومره اهمیت لرو او څومره عزت یې کوو.

۲- کله چې درسره خبرې کوي نو خبرې یې واورئ:

هغه کسان چې د خپلې کورنۍ اړتیاوې پوره کوي، میرمنې یې هم پخپلو اوږو د مسولیت دروند بار پورته کوي او خپل خاوند یو ښه ملګری او اورېدونکی ګڼي، چې فشار یې کموي، نو د خپلو میرمنو خبرې واورئ او پاملرنه ورته وکړئ.

۳- خپل میرمنې د ساتنې احساس ورکړئ:

یوه انجلۍ د واده له ورځې څخه خپل خاوند زمه وار ګڼي او کله چې د میرمنې د ساتنې خبره کېږي، نو خاوند باید باور ورکړي، چې میرمنې یې ورسره څومره محفوظه ده، نو تاسې هم دغه ډول هڅه وکړئ او په هر حالت کې خپلو میرمنو ته د زړه خبرې وکړئ.

۴- خپله میرمن ډالۍ مه ګڼئ، قدر یې وکړئ:

د میرمنو له هڅو مو مننه وکړئ، هغوی چې ستاسې د کورنۍ لپاره هره هڅه کوي، قدر یې وکړئ او دا احساس ورکړئ چې هغه ستاسې له نظر د اهمیت وړ ده، چې بیا هغوی هم د ورته سلوک د کولو هڅې کوي.

۵- کله چې تېروتنه وي، نو د ښو یادونه یې وکړئ:

اسلام همیشه وایي چې د خلکو تېروتنو پسې مه ګرځئ او ښه عملونه یې وګورئ، ستاسې میرمنې ستاسې د ژوند له مهمو غړو څخه ګڼل کېږي، نو هڅه وکړئ چې ورسره له بحث څخه ډډه وکړئ.

۶-د میرمنې لپاره دعا کول مه هېروئ:

میرمنې ته د خپل خاوند طاقت خپل طاقت ښکاري، نو د خپلو میرمنو لپاره دعا وکړئ، ځکه چې دا د دوو کسانو ترمنځ د اړیکو د قوي کولو لپاره یوه ښه کړنه ده.

۷- خواړه ورته پاخه کړئ:

نبي کریم صلی الله علیه وسلم فرمایي: کله چې یو نارینه د کور په کارونو کې له خپلو میرمنو سره مرسته کوي، نو الله تعالی ورته دده د ویښتانو مطابق ثواب ورکوي، لکه دوی چئ یو کال روژې نېولي او ټولې شپې لمونځونه ادا کړي.

۸- د نورو ترمخ د خپلې میرمنې ستاینه وکړئ:

هر څوک دا غوښتنه لري چې ستاینه یې وشي، چې میرمنې هم له دې جملې څخه دي، نو هڅه وکړئ چې د میرمنې ستاینه وکړئ او خپل ځان خوش قسمته وګڼئ، چې هغه مو په نصیب شوې ده.

Loading...

دا هم ولولئ

موږ ولې د لمانځه پرمهال التحیات الله لولو؟

د هر مسلمان لپاره د لمانځه پرمهال په قعده کې د ځینو ځانګړو الفاظو د …