کورپاڼه / روغتيا / د امیندوارۍ پرمهال ستوني ستغ څملاستل د ماشوم د مړینې خطر ډېروي.

د امیندوارۍ پرمهال ستوني ستغ څملاستل د ماشوم د مړینې خطر ډېروي.

د امیندوارو میرمنو لپاره دا ډېره اړینه وي، چې دوی باید په کوم اړخ ویدې شي؟ روغتیایي کارپوهانو د یوې نوې څېړنې له مخې ذکر شوې پوښتنې ته ځواب ورکړی او ویلي یې دی، چې امیندوارې میرمنې باید له ستوني ستغ څملاستلو څخه ډډه وکړي.

د میل انلاین د راپور له مخې د لندن د کالج پوهنتون روغتیایې کارپوهان وایي، چې د حمل په وروستیو دریو میاشتو کې میندو ته سیده یا ستوني ستغ څملاستل خطرناک تمامېږي او د حمل د ضایع کېدو خطر یې هم ډېروي، ځکه چې په دې ډول څملاستلو سره ماشوم ته ډېره لږه وینه ور رسېږي.

د راپور له مخې ویل کېږي چې روغتیایي کارپوهانو په دې څېړنه کې دوه ویشت امیندوارې میرمنې تر څېړنو لاندې نېولی او له شلو دقیقو یې تر پنځه ویشت دقیقو پورې یې ورته د ستوني ستغ د څملاستلو وویل او د MRI ماشین لاندې یې ونیول او ترې معلومه شوه چې یوازې تر دومره وخته پورې ستوني ستغ څملاستل د میندو په خېټه کې ماشوم ته د وینه رسول ۱۱.۲ سلنه د هغوی میندو په پرتله کموي، چې په اړخ ویدې کېږي.

د څېړونکې ډلې مشر استاد اینا ډیوډ وایي، چې امیندواره میرمنې دې د حمل په وروستیو دریو میاشتو کې باید په اړخ وېدې شي، ځکه چې په دې ډول څملاستلو سره ماشوم ته ډېره وینه رسېږي او د ماشوم وده په ښه ډول سره صورت نیسي.

دا هم ولولئ

ولې په تشه ګېډه د کېلې خوړل ښه نه وي؟

  کېله یو له هغه مېوو څخه ده، چې د روغتیا لپاره ډېره ګټوره تمامېږي. …