کورپاڼه / تجارتي ليګونه / ناردرن واریرز په سوپر لیګ کې ټیم ابوظهبي ته ماتې ورکړه

ناردرن واریرز په سوپر لیګ کې ټیم ابوظهبي ته ماتې ورکړه

په یوه زبردسته لوبه کې د ناردرن واریرز لوبډله وتوانېده چې د ۸ ویکټو په توپیر په سوپر لیګ کې د ټیم ابوظهبي لوبډلې ته ماتې ورکړي.

د ابوظهبي ټي ۱۰ لیګ د سوپر لیګ په دویمه لوبه کې ټیم ابوظهبي او ناردرن واریرز لوبه ترسره کړه. د لوبې په پیل کې ناردرن واریرز پچه وګټله او لومړی يې توپ اچونه غوره کړه.

ټیم ابوظهبي په ټاکلو ۱۰ اورونو کې د ۳ لوبغاړو په سوځېدو ۱۲۳ منډې وکړې، چې له ډلې يې جو کلارک ۵۰ ناسوځېدلې، لوک رایټ ۳۳ او بین ډکیټ ۳۱ منډې ترلاسه کړې.

د ناردرن واریرز له لوري وهاب ریاض، جنید صدیقي او ریاد ایمریټ ۱-۱ ویکټ واخیستې.

د ۱۲۴ منډو هدف د ناردرن واریرز لوبډلې په ټاکلو ۱۰ اورونو کې د ۲ لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ او د سوپر لیګ لوبه کې يې د ۸ ویکټو په توپیر ټیم ابوظهبي ته ماتې ورکړه.

د دوی له لوري وسیم محمد ۷۶ او لینډل سیمونس ۳۷ ناسوځېدلې منډې وکړې.

د ټیم ابوظهبي له لوري جیمي اویرټون ۲ لوبغاړي وسوځول. همدا راز نوین الحق هم ۲ اورونه ترسره کړل چې ۲۳ منډې يې ورکړې.

د لوبې د غوره لوبغاړي جایزه وسیم محمد ترلاسه کړه.

نن بله لوبه د د دکن ګلیډیټرز او ډیلي بولز لوبډلو ترمنځ ترسره کېږي.

دا هم ولولئ

رمیز راجا: موږ غواړو چې د هند له کرکټ بورډ سره اړیکې ولرو

د پاکستان کرکټ بورډ (پي سي بي) عمومي رییس رمیز راجا ویلي دي، موږ غواړو …