کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / د “قیامت ساعت” کې یوازې ۱۰۰ ثانیې وخت پاتې دی

د “قیامت ساعت” کې یوازې ۱۰۰ ثانیې وخت پاتې دی

ساینسپوهانو د “قیامت ساعت” کې وخت نور هم زیات کړی دی او ۱۲ بجو پوره کېدو ته يې ۱۰۰ ثانیې وخت پاتې دی، چې د دوی په وینا د ۱۲ بجو په پوره کېدو سره به نړۍ پای ته ورسېږي.

د انډیا ټایمز وېبپاڼې د راپور په وېنا، ساینسپوهانو د موسمي حالاتو، اټومي جګړې او نورو خطرو ته په کتلو په دې ساعت کې وخت زیات کړی دی.

په راپور کې ویل شوي، چې د قیامت دا ساعت په اصل کې یوه پېمانه ده چې په ۱۹۴۷ کال کې د ساینسپوهانو ټولنې “بولیټن اف دي اټامیک ساینټسټس” له لوري جوړه شوې ده.

د دوی په وېنا، کله چې په دې ساعت کې وخت ۱۲ بجې شي، نو هغه وخت به د نړۍ پای وي او هر څه به ختم شي.

تېره ورځ د امریکا په شیکاګو ښار کې د ساینسپوهانو ناسته ترسره شوې او په دې ساعت کې يې وخت زیات کړی دی، چې اوس ۱۲ بجو ته یوازې ۱ دقیقه او ۴۰ ثانیې پاتې دي.

په راپور کې ویل شوي، چې په ۲۰۱۰ کال کې په دغه ساعت کې ۱۲ بجو ته یوازې ۶ دقیقې پاتې وې، چې له هغه وروسته يې وخت ډېر په چټکۍ سره تېر شوی دی.

دا هم ولولئ

پر سپوږمۍ دوه میلیارده کاله وړاندې لاوا ایشېدله

د ساینسپوهانو یوې نړیوالې ډلې موندلې ده چې دوه میلیارده کاله وړاندې پر سپوږمۍ د …