کورپاڼه / هنر او کلتور / جاوېد امیرخېل د فرهاد دریا په اړه: شکر چې داسې ستر شخصیتونه په افغان خاوره الله ج پنځولي

جاوېد امیرخېل د فرهاد دریا په اړه: شکر چې داسې ستر شخصیتونه په افغان خاوره الله ج پنځولي

د هېواد مشهور او نومیالي سندرغاړي جاوېد امیرخېل د یو بل مشهور سندرغاړي فرهاد دریا په اړه وايي، شکر چې داسې ستر شخصیتونه ګلونه په افغان خاوره الله ج پنځولي دي.

جاوېد امیرخېل چې په ټولنیزو رسنیو کې ډېر فعال دی، نوموړي تازه په خپل یو پوسټ کې د فرهاد دریا ستاینه کړې ده او د هغه یو عکس يې هم په فېسبوکپاڼه او انسټاګرام کې خپور کړی دی.

نوموړی د فرهاد دریا په اړه لیکي: “فرهاد دریا صیب، د ستر فکر خاوند په ظاهر په باطن سپین سپېڅلۍ انسان د خپلې طریقې مرشد په دوستانو یارانو مینوالو مهربان شخصیت هنر دې یې ځلاند او روښان وي. شکر چې داسې ستر شخصیتونه ګلونه په افغان خاوره الله ج پنځولي دي. په عمر دې برکتونه اوسه ښکلیه دریا صیب.”

جاوېد امیرخېل چې د فرهاد دریا په اړه يې په خپله فېسبوکپاڼه کې پوسټ کړی، یو شمېر مینه والو یې د هغه خبرې تایید کړې دي او ورته يې لیکلي، چې فرهاد دریا دروند او قدرمن سړی دی.

د یادولو وړ ده چې فرهاد دریا د افغانستان له مشهورو سندرغاړو څخه دی او تر څنګ يې نوموړی په ټولنیزو رسنیو کې هم فعال د چې د هېواد د حالاتو په اړه هم وخت نا وخت لیکل کوي او خپل نظر له خپلو مینه والو سره شریکوي.

Loading...

دا هم ولولئ

اجی دیوګن د غوسه ناکو سکانو له لوري بې عزته شوې

د بالیووډ مشهور اداکار یا هنرمند د بزګرو پاڅون کوونکو د ملاتړ د نه کولو …