کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / ګوګل د هشټاګ په مرسته د پلټنې ازمایښت پیل کړی

ګوګل د هشټاګ په مرسته د پلټنې ازمایښت پیل کړی

د نړۍ تر ټولو مشهورې وېبپاڼې ګوګل اوس د خلکو د اسانتیا لپاره د هشټاګ په مرسته د پلټنې یا سرچ کولو په اړه ازمایښت پیل کړی دی.

د نړیوالو رسنیو د راپورونو په وېنا، ګوګل غواړي چې د هشټاګ اسانتیا هم د پلټنې یا سرچ برخه کړي، چې د دې لپاره يې ازمایښت هم پیل کړی دی.

په راپور کې ویل شوي، چې د هشټاګ په مرسته به خلک وکولای شي چې له زیات نه زیات مواد پېدا کړي.

د دې نوې اسانتیا سره به تاسې د سرچ یا پلټنې پر مهال هشټاګ ورته لیکئ، چې د اړوند هشټاګ ټول معلومات به ګوګل تاسې ته راپېدا کوي.

په راپور کې دا هم ویل شوي دي، چې که څه هم ګوګل د دې نوې اسانتیا ازمایښت پیل کړی دی، خو تراوسه پورې يې په دې اړه څه نه دي ویلي، چې تر کله پورې به دا اسانتیا ټولو خلکو ته وړاندې کړي.

دا هم ولولئ

پر سپوږمۍ دوه میلیارده کاله وړاندې لاوا ایشېدله

د ساینسپوهانو یوې نړیوالې ډلې موندلې ده چې دوه میلیارده کاله وړاندې پر سپوږمۍ د …