کورپاڼه / خبرونه / معین علي: دا دعا کوم چې دښمن دې هم په کورونا نه اخته کېږي
معين علي

معین علي: دا دعا کوم چې دښمن دې هم په کورونا نه اخته کېږي

د انګلستان کرکټ ملي لوبډلې الراونډر لوبغاړی معین علي وايي، چې زه دا دعا کوم چې دښمن دې هم په کورونا نه اخته کېږي.

د راپورونو په وېنا، معین علي د سریلانکا پر وړاندې د دوه ټېسټ سیالیو لپاره د انګلستان لوبډلې سره سریلانکا ته تللی و، چې هلته يې د کورونا ټېسټ مثبت راغی او له دې امله کرنټین شو، چې په لوبو کې يې برخه هم وانخیسته، خو نوموړی اوس په هند کې له لوبډلې سره یو ځای دی.

له رسنیو سره په خبرو کې معین علي وویل، چې ۱۴ ورځې مې په کرنټین کې څنګه تېرې کړې، د بیانولو لپاره يې لفظونه نه لرم، هغه ډېرې سختې ورځې وې.

نوموړی زیاتوي، په لومړیو دوه ورځو کې د هېڅ شي په خوند نه پوهېدم، درې ورځې مې په سر سخت درد و، زما بدن ډېر دروند شوی و، داسې ستړیا مې احساسوله چې تر دې مخکې مې هېڅ کله نه وه احساس کړې.

معين علي همدا راز وویل، د درې ورځو له تکلیف وروسته په ښه کېدو شوم، خو وروستۍ څلور ورځې لا ډېرې سختې وې، زه ښه وم خو د کرنټین ختمولو اجازه راته نه وه.

نوموړی وايي، زه دا دعا کوم چې دښمن دې هم په کورونا نه اخته کېږي.

دا هم ولولئ

آیا د سږني شل اوریز نړیوال جام له ځانګړتیاوو خبر یاست؟

سږ کال د شل اوریز نړیوال جامونو اووم پړاو لوبې د روانې اکتوبر میاشتې په …