کورپاڼه / ليکنې / لا آذان نه وي شوی چې مرغۍ د الله تعالی ثناء وایي

لا آذان نه وي شوی چې مرغۍ د الله تعالی ثناء وایي

سهار وختي پورته کېدل او بیا قدم وهل د روغتیا لپاره بېخي ګټور وي، د سهار پر وخت په فضاء کې د اکسیجن اندازه ډېره زیاته وي، هغه کسان چې سهار وختي پورته کېږي، منډه وهي، ورزش کوي یا قدم وهي سږي یې په ډېره اندازه اکسیجن ځانته جذبوي او دغه ډول د همیشه لپاره روغ، جوړ او تندرسته اوسي.

تاسې به د هغه الوتونکو مرغانو او حیواناتو مشاهده کړې وي، چې سهار وختي له خوبه بیدارېږي، لا اذان نه وي شوی چې مرغۍ د الله تعالی حمد و ثناء شروع کړي، دغه ډول منظر څومره ښکلی وي، که چېرته تاسې غواړئ چې روغ، جوړ، صحت مند او تازه اوسئ، دماغ او بدن مو ښه فعالیتونه ترسره کړي، نو سهار وختي د پورته کېدلو عادت خپل کړئ، لمونځ وکړئ د الله تعالی شکر ادا کړئ، بیا یو شین میدان ته چې چمن ولري ووځئ او لږ لږ غوندې ورزش وکړئ.

هغه ماشومان چې د شپې ناوخته ویده کېږي، سهار وختي نه شي پاتې کېدلی، نو هڅه وکړئ چې د شپې یې وختي ویده کړئ، ترڅو سهار وختي پورته شي او تازه هوا واخلي.

د سهار وختي پورته کېدل هم د طب له نظره او د اسلام له نظره ګټور وي او اسلام بیا سهار د دویم ځل لپاره ویده کېدل ښه نه ګڼي، ځکه چې په دې سره د انسان بدن زیان مومي او اسلام ټول هغه څه چې انسان ته ورځنې زیان رسي، منع فرمایلي، بله خوا طب هم ورته خبره وي او د سهار وختي پورته کېدو د ګټو د بیانولو هڅه کوي او وایي چې سهار وختي پورته کېدل نه یوازې دا چې د انسان له بدني ناروغیو مخنیوی کوي، بلکې له ذهني ستونزو مو هم ژغوري.

دا هم ولولئ

ښځه او سړى

په لومړي نظر نارینه په ښځو کې څه ویني؟

ارواپوهنه د انساني تجربو په مطالعه او د انساني دماغو د مختلفو احساساتو، جذباتو او …