کورپاڼه / ليکنې / درې هغه عادتونه چې تاسې حاضر دماغه کوي

درې هغه عادتونه چې تاسې حاضر دماغه کوي

دماغو یا مازغو ته د انسان کمپیوټر ویل کېږي، یعنې که چېرته مو دماغ پیاوړي وي، نو د زده کړو له وخته یې واخله تر دندې پورې ټول کارونه مو په سمې طریقې سره سرته رسېږي. د انسان ذهانت په عام په دوو برخو سره ویشل شوی، لومړنی یې حاضر دماغي یعنې هغه کس چې خپل مازغه د هر وخت لپاره تیار ساتي او د هر شي مقابلې ته ولاړ وي، دا ډول خلک ذهین یا ځیرکه شمېرل کېږي، دویم ډول یې بیا غیر حاضر دماغه دی، یعنې دا ډول خلک کار یو کوي او په ذهن کې یې بل څه وي.

دا د هر انسان غوښتنه وي چې دوی دې حاضر دماغو کې وشمېرل شي او ذهین دې ورته وویل شي، خو داسې نه کېږي رښتیا ارواپوهانو د درې ډوله هغه عادتونه ادعا کړې، چې په خپلولو سره حاضر دماغه کېدلی شو.

د غاښونو پاکول یا برش کول:

روغتیایي کارپوهان وایي چې د سهار له پورته کېدو پرته له دې چې لاسونه ووینځو او غاښونه برش کوو، دا د غیر حاضر دماغۍ نښه ده، که چېرته غواړو چې حاضر دماغه شو، نو د لاسونو له وینځلو وروسته غاښونه پاک کړئ، که په ښي لاس کار کوئ، نو په کیڼ لاس مو غاښونه برش کړئ او په دې ډول مو دماعي حجرې په فعالیت راولئ.

غسل وکړئ یا ولامبئ:

د غسل کولو پر وخت کله چې په شاور را پرېږدئ، سترګې پټې کړئ او دواړه لاسونه مو په وجود وسولوئ، ځکه په دې ډول مو دماعو ته پیغام رسېږي او حجرې په فعالیت پیل کوي.

سهارني عادتونه مو بدل کړئ:

روغتیایي کارپوهان وایې کله چې سهار پورته کېږئ نو پخپلو عادتونو کې بدلون راولئ او په دې دماغي .کمزوري له منځه یوسئ

دغه راز د ځینو خوراکي عادتونو په خپلولو سره هم کولی شئ چې خپل دماغ تېز کړئ او د حاضر دماغۍ صفت خپل کړئ

Loading...

دا هم ولولئ

ولې دیرش دقیقې ورزش کول د روغتیا لپاره اړین وي؟

د ښې روغتیا لپاره هر څوک ځانګړې لارې چارې خپلوي، چې ځینې په همدې موخه …