کورپاڼه / هنر او کلتور / د سیف علي خان او کرینا کپور خان د راتلوونکې ماشوم په اړه د نجومیانو په زړه پورې وړاندوینې

د سیف علي خان او کرینا کپور خان د راتلوونکې ماشوم په اړه د نجومیانو په زړه پورې وړاندوینې

د بالیووډ د ستورو سیف علي خان او کرینا کپور د راتلوونکې دویم اولاد په اړه نجومیانو وړاندوینې پیل کړي دي.

که څه هم سیف علي خان او کرینا خان د یو ماشوم زوی لرونکي دي، خو اوسمهال یې د یو بل ماشوم د پیدایښت هیله هم شته، چې د دوی د وینا له مخې به په همدې میاشت یعنې فبرورۍ کې به یې کور له خوښیو څراغان شي.

 

 

د سیف او کرینا د ماشوم د جنسیت په اړه خو له وخته وړاندوینې کېږي، خو اوسمهال په دې میدان کې نجومیانو هم قدم کېښود. د هندي رسنیو د راپور له مخې یو نجومي پنډت جګنات ګروجي وایي، چې سیف علي او کرینا کپور د فلمي صنعت ډېره قوي جوړه ده او څېرو ته یې په کتلو سره دا وړاندوینه کېږي، چې له تیمور وروسته به یې په کور کې لور وزېږېږي.

پنډت جګنات دا هم ویلي، چې د علم نجوم او د څېرې پېژندلو پر بنسټ ویل کېږي، چې دغه جوړه به د یوې داسې لور والدین شي، چې ډېر ځیرکه او هوښیاره به وي او علت یې دادی چې سیف علي او کرینا کپور او کورنۍ یې د ځیرکتیا له پلوه مالامال دي.

دا هم ولولئ

سیف علي خان: د جهانګیر له زېږون وروسته تیمور مسولیت منونکی شوی دی

د هندي سینما مشهور اداکار او د خانانو کورنۍ غړی سیف علي خان ویلي دي، …