کورپاڼه / جالب / د نړۍ ترټولو کوچنی کړبوړی؛ د انسان له نوک هم کوچنی دی

د نړۍ ترټولو کوچنی کړبوړی؛ د انسان له نوک هم کوچنی دی

د مډغاسکر او جرمني ساینسپوهانو د مډغاسکر د جزېرې د شمالي رخې په ځنګلونو کې یو داسې کړبوړی موندلی، چې یوازې ۰.۷ اینچه یاهم ۱۹.۳ ملي میتره اوږدوالی لري. ویل کېږي چې دغه کړبوړي ته بروکیشیا نانا (Brookesia nana) ویل کېږي او دومره کوچنی دی، چې په نوک باندې ځاییږي او په همدې سبب یې د نړۍ د کوچني کړبوړي سربېره ترټولو کوچنی خزنده هم ګڼل کېږي.

د ساینټفک رپورټس د څېړنېز ژورنال په تازه ګڼه کې د خپرې شوې څېړنې له مخې ویل کېږي، چې د مډغاسکر په ځنګلونو کې یوازې یوه ماده او یو نر موندلی او امکان دې ولري چې ددې کړبوړي نور ډولونه دې هم په ځنګل کې پټ اوسي.

بروکیشیا نانا چې په کوچني کړبوړي هم شهرد لري، نر او ماده ډواړه یې بالغ دي او ماده یې د نر په پرتله یوه ښه اوږده وي، یعنې د کړبوړي نر یې ۱۳.۵ ملي میتره خو د لکۍ سره بیا ۲۱.۶ ملي میتره اوږدوالي لري او ماده یې بیا ۱۹.۲ ملي میتره او د لکۍ سره ۲۸.۹ ملي میتره اوږدوالي لري.

که په آسانو لفظونو یې ووایو، نو ددې کړبوړي جسامت له یو عام مېږي څخه لږ غټ دی. بله خوا د څېړنې لیکوونکو اندیښه ښودلې چې دغه نوی موندل شوی ډوله شاید د له منځه تلو په حالت کې وي، ځکه چې د مډغاسکر په دې برخه ځنګلونو کې ونې په بې دریغه ډول پرې کېږي، چې په سبب یې طبیعي ژوندی چاپیریال (ایکو سیستم) هم اغېزمن کېږي.

خو بیاهم هیله څرګنده کړې چې دغه ډول زرګونه د حیواناتو ډولونه اوسمهال د له منځه تلو څخه ساتل کېږي، ځکه چې اوسمهال دغه سیمه د ښکار او د ځنګلونو د پرې کولو په سبب محفوظه ده، یعنې له دې وروسته به په دې سیمه کې نه ښکار کېږي او نه به ځنګلونه پرې کېږي. یاده دې وي چې اوسمهال د نړۍ له مخه ډېر د وچې او لندې حیوانات له منځه تللي.

دا هم ولولئ

هغه غرڅه، چې دوه کاله یې څلور کیلو ټایر په غاړه وګرځاوه، اوږې یې سپکې شوې

هغه بې ژبې غرڅه، چې د خپل ژوند ډېره برخه یې په غاړه کې څلور …