کورپاڼه / تجارتي ليګونه / هغه ۳ لوبډلې چې ښايي شکېب الحسن د ای پي ایل بولۍ کې واخلي
شکېب الحسن

هغه ۳ لوبډلې چې ښايي شکېب الحسن د ای پي ایل بولۍ کې واخلي

د بنګله دېش کرکټ ملي لوبډلې مخکښ لوبغاړی او د نړۍ غوره الراونډر شکېب الحسن چې د یو کلن بندېز وروسته بېرته نړیوالو سیالیو ته راستون شو، د ویسټ انډیز پر وړاندې ښه وځلېده او د بنګله دېش له لوري ویسټت انډیز ته د ۳-۰ سره ماتې ورکولو کې يې مهمه ونډه وه.

نوموړي په ددې سیالیو کې ۶ لوبغاړي وسوځول او ۱۱۳ منډې يې وکړې.

شکېب الحسن د هغه خلکو په اړه په وخت ای سي سي ته معلومات نه و ورکړي، چې نوموړي سره يې په لوبو کې د فساد لپاره اړیکې نیولې وې.

خو نړیوال کرکټ ته بېرته راستنېدل او په لوبو کې ځلېدل ښايي د ای پي ایل لوبډلو په نظر کې نیولي وي.

د کریک  ټرېکر د یوې لیکنې له مخې، راجستان رایلز هغه لوبډله ده چې تېر پړاو کې يې توپوهنه ښه نه وه او همدا راز سټیو سمیت يې هم له لوبډلې لیرې کړ، نو د هغوی لپاره شکېب الحسن ډېر ښه ثابتېدای شي.

بله لوبډله د رایل چېلنجرز بېنګلور ده، چې که څه هم تېر پړاو کې يې توپوهنه ښه وه، خو بیا هم شکېب الحسن د دوی لپاره په دریم پوزیشن یو ښه توپوهونکی ثابتېدای شي او توپ اچونه کې هم خپله وړتیا ښکاره کولی شي.

د کنګز الیون پنجاب لوبډله چې په تېر پړاو کې شپږمه راغلې وه، هم ډېر لوبغاړي يې له لوبډلې لیرې کړې دي او پنځه بهرني لوبغاړي به اخلي، چې ښايي شکېب الحسن يې د خوښې لوبغاړی وګرځي.

Loading...

دا هم ولولئ

احسان الله جنت او راهول ډريويډ

شفيق ستانکزى: راهول ډريويډ ويل چې د احسان جنت توپوهنې ته به خاص راکوزېدم

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې پخوانى اجراييوي رييس شفيق ستانکزى وايي، چې د هند ملي …