کورپاڼه / تبصرې او وړاندوينې / ټي ۱۰ لیګ: ډيلي بولز د پونی ډیویلز پر وړاندې

ټي ۱۰ لیګ: ډيلي بولز د پونی ډیویلز پر وړاندې

د ابوظهبي ټي ۱۰ لیګ کې ډیلي بولز نن د سوپر لیګ دویمه لوبه د پونی ډیویلز پر وړاندې ترسره کوي چې دا لوبه به د افغانستان په وخت ۶:۴۵ بجې پیل شي.

ډیلي بولز پرون د سوپر لیګ په لوبه کې د دکن ګلیډیټرز لوبډلې ته د ۸ ویکټو په توپیر ماتې ورکړه، چې رحمان الله ګربز پکې چټکې ۴۷ منډې وکړې.

د ګربز تر څنګ محمد نبي او وقار سلامخېل هم د همدې لوبډلې لپاره لوبېږي او پونی ډیویلز کې بیا درویش رسولي لوبېږي.

ډیلي بولز له پیله ښه روانه دهه چې په ۴ لوبو کې يې ۳ بریاوې خپلې کړې دي او د سوپر لیګ په لیسټ کې لومړۍ لوبډله ده، همدا راز پونی ډيویلز یوازې ۱ لوبه ګټلې او تر ټولو وروسته ده.

ډیلي بولز:

روي بوپاره، داسون شناکا، خالد شاه، ډواین براوو، ټام ابیل، فیډل ایډورډز، شیراز احمد، محمد نبي، کاشف داود، وقاص مقصود، عماد بټ، ادم لیت، شیرفان رودرفورډ، علي خان، رحمان الله ګربز، وقار سلامخېل، نیم ینګ او ایون لیویس.

پونی ډیویلز:

وریتیا ارویند، ټام کوهلر کېډمور، الیکس داویس، سام ویسنیوسکي، ډیویډ ملن، کینار لیویس، منیر حسېن، منیس انصاري، احمد رضا، دیون توماس، کرن کی سي، درویش رسولي، محمد عامر، ناصر حسېن، اصف خان، چاډویک والټن، هاردس ویلجوین او محمد بوټا.

دا هم ولولئ

محمد نبي

نن محمد نبي په (دي هنډریډ) سیالیو کې لومړۍ لوبه ترسره کوي

په انګلستان کې د (دي هنډریډ) سیالۍ دوه ورځې وړاندې پیل شوي دي، چې نن …