کورپاڼه / جالب / د چین په هوایي ډګر څلور مسافرو د اضافي پیسو له ورکړې څخه د خلاصون په موخه ۳۰ کیلو مالټې خوړلي

د چین په هوایي ډګر څلور مسافرو د اضافي پیسو له ورکړې څخه د خلاصون په موخه ۳۰ کیلو مالټې خوړلي

د چین په هوایې ډګر څلورو کسانو له ۳۰ کیلو مالټو د خوړلو وروسته د معدې له سخت درد سره مخ شوي دي، د راپورونو له مخې ویل کېږي چې دغه کسانو ته ویل شوي ول چې دوی باید د مېوو د خوړلو لپاره د اضافي توکو پیسې ورکړي، دوی د ذکر شوی هیواد د یونان د ایالت د کنمنګ چانګشویې په نړیوال هوایي ډګر د اضافي پیسو د ادا کولو څخه ډډه وکړه او پرځای د مالټو د خوړلو پرېکړه وکړه.

د چینایي اخبار ګلوبل ټایمز د راپور له مخې ویل کېږي، چې دوی ځکه د مالټو د خوړلو پرېکړه وکړه چې په وړلو یې ۳۰۰ یوآنه مصرف راتلو او د مالټو ټول قیمت بیا یوازې ۵۰ یوآنه یعنې د وړلو فیس یې شپږ برابره زیات و.

ویل کېږي چې دغه پېښه د جنورۍ په شلمه نیټه واقع شوې وه، خو روانه اوونۍ په ټولنیزو رسنیو کې خپره شوه. بله خوا مسافر کسان بیا وایې چې د دوی د پرېکړې له مخې دوی پورته شول او ټول مالټې وخوړې او د ټولو مالټو په خوړلو یې له شلو څخه تر دیرشو دقیقو پورې وخت ونیو، خو وروسته د ناروغۍ ښکار شول، دوی زیاتوي چې نور به هیڅکله مالټې ونه خوري.

دا هم ولولئ

یوې امریکایي میرمنې د ۳۵ کلونو په عمر کې د ۱۱ اولادونو په زېږولو ریکارډ جوړ کړ

په امریکا کې یوې میرمنې د ۳۵ کلونو په عمر کې د ۱۱ اولادونو په …