کورپاڼه / سياست او روانې چارې / هغه چارواکي چې کور او بچي يې خارج کې وي، د بل هېواد پاسپورټ لري، د وطن د خېر تمه ترې مه کوئ
ارګ

هغه چارواکي چې کور او بچي يې خارج کې وي، د بل هېواد پاسپورټ لري، د وطن د خېر تمه ترې مه کوئ

د افغانستان هغه چارواکي چې کورونه او کورنۍ يې په بهرنیو هېوادونو کې دي او د نورو هېوادونو پاسپورټونه لري، خو یوازې د کار لپاره دلته راځي، د وطن د خېر تمه ترې مه کوئ.

ځکه د داسې چارواکو لپاره افغانستان تر هر څه لومړیتوب نه لري، که دلته حالات ښه و، خو ګټه به کوي او که حالات خرابېدل، نو خپل بل هېواد ته به ځان رسوي.

دا خلک به هېڅ کله هم د دې وطن او د دې بېچاره ولس لپاره هغه هڅې، کارونه او منډې ونه وهي، چې هغه څوک چې په دې وطن کې کور لري، ژوند لري، راتلونکی لري، وکړي.

د داسې خلکو لپاره افغانستان د یو شرکت په ډول دی، چې هر څومره يې په وس وي، پېسې پکې ګټي او په بل کوم هېواد کې د خپلو بچو او خپل ژوند پرې ښه کوي.

تاسې همدا اوس په هغه چارواکو نظر وکړئ، چې کورنۍ يې بهر دي، دلته د مېلمنو په توګه راځي او بېرته خپلو کورونو ته ستنېږي، چې وظیفې يې ختمې شي، بیا دلته یوه شپه هم نه تېروي، نو داسې خلک به وطن او ولس ته څه خېر ورسوي؟

افغانستان ته دا ډول چارواکو ډېر زیان رسولی دی، ځکه دوی دلته د خلکو لپاره کار نه دی کړی، د خلکو او حکومت ترمنځ يې فاصلې راپېدا کړي دي او د نظام له منځه نظام تخریبوي.

که چېرته ولس د داسې خلکو پر وړاندې خپل غږ پورته نه کړي، نو د تل په څېر به سختې ورځې همدې ولس ته ورپه غاړه وي او د مزو چړچو سره به دا چارواکي بېرته خپلو خپلو هېوادونو ته ستانه شوي وي.

تاسې یو ځل فکر وکړئ، چې په اوسني حکومت کې هغه څومره چارواکي دي چې کورنۍ يې بهر او د بهرنیو هېوادونو پاسپورټونه لري او دې وطن او ولس ته يې کوم خېر رسېدلی؟

لیکوال:  بېدار افغان

Loading...

دا هم ولولئ

د ښه شخصیت جوړونې آسانه لارې چارې

هر څوک ددې غوښتونکی وي چې د خلکو ترمنځ یې عزت او درناوی وشي، چې …