کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / د کاغذ پرمخ چاپ شوی لوډ سپیکر چې هره خوا یې آواز اورېدل کېږي

د کاغذ پرمخ چاپ شوی لوډ سپیکر چې هره خوا یې آواز اورېدل کېږي

په ګڼه ګوڼه لرونکو ځایونو کې ددې لپاره چې آواز ټولو ته ورسېږي، په کاغذي توکو لوډ سپیکرې جوړېږي او امکان دې ولري چې دغه ډول لوډ سپیکرې به دایروي شکل هم ولري، چې د ساینسپوهانو لخول ورته T-Paper نوم ورکړل شوی.

له کلونو کلونو وروسته د جرمني د ټیکنالوژۍ پوهنتون شمان په دې توانیدلی، چې د کاغذ په څېر نری، کوچنی او نه لیدونکي داسې لوډ سپیکر رامنځته کړي، چې د کاغذ په څېر چاپ کېدلی، هر ځای لګېدلی او غږ یې هر لورې ته تللی شي. دغه راز یو کور یا تالار په ډېر لږ لګښت سره په یو غوره تفریحي او تعلیمي ځای بدلولی شي او په موزیم او هوایي ډګرونو کې هم د استفادې وړ دي.

ویل کېږي چې په دې تیکنالوژۍ د ذکر شوي پوهنتون اړوند ادارې د ټیکنالوژۍ او چاپ انسټیټوټ په ۲۰۱۵ کال کې کار پیل کړی او لومړنی T-book یې تیار کړی و، چې په دې کتاب کې بریښنایي سرکټ استعمال شوی و او د هرې صفحې په اړولو به یې د اړوند موضوعګانو آوازونه ایستل، چې بیا له دې وروسته یې په T-Paper هم کار پیل کړ او لوی لوی رولونه یې تیار کړل، چې په دې کاغذي پالیمر کې به دوه نازک پوړونه یا طبقې ولري او په منځ کې به یو بل پوړ ولري او مختلف مواد به ور پکې د رنګ په شکل ونښلوي او انعطاف منونکي مواد به هم پکې وکارول شي.

له تیارولو وروسته به لیدونکي ونه شي کولی، چې پکې پټ لوډ سپیکر ومومي، خو که چېرته یې شاته تیزه روښاني ونیول شي بیا پوهېدلی شي، چې دا به لوډ سپیکر وي. دغه راز د لوډ سپیکر بریښنایې برخه به پټه وي او نوي سلنه به له کاغذ څخه جوړ وي او پاسنۍ برخه یې په هر ډول رنګ سره ډیزاین کېدلی شي او د یوه کاغذ وزن به یوازې ۱۵۰ ګرامه وي. دغه راز په څلور میتره کاغذ کې به له ۵۶ ځایونو څخه آواز راوځي او دیروي شکل به ولري او د دایرې په هره برخه کې اواز اورېدلی شئ.

دا هم ولولئ

د نخود د دانې په څېر یوه داسې کوچنۍ آله جوړه شوې، چې په بدن کې د اکسیجن کچه معلوموي

د عصري برښنایي توکو په مرسته اوسمهال یوازې د نخود د دانې په اندازه آله …