د کرکټ نړیوالې شورا یا ای سي سي د جنورۍ میاشتې د غوره لوبغاړی جایزې ته د نوماندو لوبغاړو نومونه اعلان کړل.
ای سي سي څخه وخت مخکې اعلان کړی و، چې له دې وروسته به هره میاشت یو لوبغاړي ته د غوره لوبغاړي جایزه ورکوي، چې دا لوبغاړي به د کرکټ مینه والو په رایو او همدا راز د ای سي سي د یوې کمېټې له لوري ټاکل کېږي.
ای سي سي اوس تازه د ۳ نارینه او ۳ ښځینه لوبغاړو نومونه اعلان کړي دي، چې د جنورۍ میاشتې د غوره لوبغاړي جایزې ته نوماند دي.
په نارینه و کې د انګلستان جو روټ چې ۴۲۶ ټېسټ منډې يې د ۱۰۶.۵۰ په اوسط کړي، د هند ریشب پانټ چې ۲۴۵ ټېسټ منډې يې په ۸۱.۶۶ اوسط کړي او د ایرلېنډ پال سټرلینګ شامل دي، چې نوموړي نړیوالو یو ورځنیو لوبو کې ۴۲۰ منډې د ۱۰۵.۰۰ په اوسط کړي دي.
Who’s your ICC Men’s Player of the Month for January?
Joe Root 🏴 426 Test runs at 106.50.
Rishabh Pant 🇮🇳 245 Test runs at 81.66.
Paul Stirling ☘️ 420 ODI runs at 105.00.Vote here 👉 https://t.co/FBb5PMqMm8 pic.twitter.com/sQKO9HwqPS
— ICC (@ICC) February 2, 2021
همدا راز د ښځینه لوبغاړو په برخه کې بیا د پاکستان ډیانا بېګ چې یو ورځنیو لوبو کې يې ۹ ویکټې ترلاسه کړي، د سویلي افریقا شبنم اسماعیل چې ۷ ویکټې يې اخیستي او مریزین کېپ چې ۱۱۵ منډې يې ترلاسه کړې دي، د جنورۍ میاشتې د غوره لوبغاړې جایزې ته نوماندې دي.
Who’s your ICC Women’s Player of the Month for January?
Diana Baig 🇵🇰 Nine wickets at 13.22 in ODIs.
Shabnim Ismail 🇿🇦 Seven wickets at 4.57 in T20Is.
Marizanne Kapp 🇿🇦 115 runs at 115 in ODIs.Vote here 👉 https://t.co/lZfMwphyiK pic.twitter.com/1S3lTRKSwy
— ICC (@ICC) February 2, 2021
تاسې کولای شئ چې د خپل خوښې لوبغاړی/لوبغاړې ته رایه ورکړئ.