کورپاڼه / خبرونه / اسټرالیا له سويلي افریقا سره سیالۍ وځنډولې، نیوزیلېنډ پایلوبې ته لار پېدا کړه

اسټرالیا له سويلي افریقا سره سیالۍ وځنډولې، نیوزیلېنډ پایلوبې ته لار پېدا کړه

د اسټرالیا کرکټ بورډ د سویلي افریقا سره ټېسټ سیالۍ د کورونا له امله وځنډولې، چې سویلي افریقا ته سفر يې لغوه شو.

د اسټرالیا کرکټ بورډ وايي، چې دوی نه شي کولای د کورونا له امله سویلي افریقا ته سفر وکړي او هلته سیالۍ ترسره کړي.

دا سیالۍ د ای سي سي ټېسټ چېمپینشپ برخه وې چې له ځنډېدو سره سم یې د نیویزیلېنډ لوبډلې پایلوبې ته لار پېدا کړه.

له نیوزیلېنډ وروسته به د اسټرالیا، هند او انګلستان لوبډلو کې یوه لوبډله په دې وتوانېږي چې د ټېسټ چیمپینشپ اتلولۍ پایلوبې ته لار پېدا کړي او له نیوزیلېنډ سره په پایلوبه کې ولوبېږي.

دا هم ولولئ

هند، انګلستان ته، استرالیا، نیوزیلېنډ ته او سریلانکا نمیبیا ته ماتې ورکړه

د شل نړیوال جام د سوپر (۱۲) پړاو تمریناتي لوبو کې هند، انګلستان ته په …