د قلندرز لوبډله په روان لیګ کې ډېره ښه روانه ده چې په څلورمه لوبه کې يې مراټا عربینز ته ماتې ورکړه او پرلپسې څلورمه بریا يې هم خپله کړه.
د ابوظهبي ټي ۱۰ لیک د سوپر لیګ لوبه د قلندرز او مراټا عربینز لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې په پیل کې قلندرز پچه وګټله او لومړی يې مراټا عربینز ته د توپوهنې بلنه ورکړه.
مراټا عربینز په ټاکلو ۱۰ اورونو کې د ۵ لوبغاړو په سوځېدو ۱۰۱ منډې وکړې، چې له ډلې يې محمد حفیظ ۴۴ او شعېب ملک ۲۳ منډې وکړې.
د قلندرز له لوري سهیل تنویر ۳، سلطان احمد او احمد دانیال ۱-۱ ویکټ واخیستې.
د ۱۰۲ منډو هدف د قلندرز لوبډلې په ۸.۱ اورونو کې د ۶ لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ او د ۴ ویکټو په توپیر يې بریا خپله کړه.
د دوی له لوري شرجیل خان ۲۸، بین ډنک ۲۶ ناسوځېدلې او سهیل اختر ۲۰ منډې وکړې.
د مراټا عربینز له لوري یمین احمدزي ۲، ایشان ملهوتره شعېب ملک او سومپل کامي ۱-۱ ویکټ واخیستې.
د لوبې د غره لوبغاړي جایزه سهیل تنویر ته ورکړل شوه.
د یادولو وړ ده چې دا د قلندرز څلورمه لوبه وه چې څلور واړه لوبو کې یې بریا خپله کړه او ۸ نومرو سره تر ټولو مخکښه لوبډله ده.