د ابوظهبي ټي ۱۰ لیګ کې هغه وخت یوه جالبه صحنه تر سترګو شوه، چې په باونډرۍ ولاړ یو لوبغاړي بنیان یا شرټ بدلولو او توپ يې خواته ورغی چې باونډرۍ ته ورسېد.
د دې صحنې ویډیو په ټولنیزو رسنیو کې خپره شوه چې خلکو پرې جالبې تبصرې وکړې.
د ټي ۱۰ لیګ په یوه لوبه کې چې کله توپوهونکي توپ وواهه او توپ د باونډرۍ پر لور روان و، نو داسې ښکارېده چې ډګرساتونکی به يې په اسانۍ ونیسي، خو کله چې کېمرې ډګرساتونکی راواخیست نو هغه خپل بنیان بدلولو.
Oh Dear 😹
Maybe first time ever a fielder changing his Shirt while the ball is still in play 😄#T10 #T10cricket #AbuDhabiT10 pic.twitter.com/2SeBNOtEFf
— AlreadyGotBanned 😄 (@KirketVideoss) February 2, 2021
هغه د بنیان بدلولو په وخت په توپ پسې هم منډه وهله، خو توپ ترې باونډرۍ ته ورسېد او څلوریزه شوه.
په دې صحنه نه یوازې دا چې د ډګرساتونکي د لوبډلې لوبغاړو ورته ډېر وخاندل، بلکې د مخالفې لوبډلو لوبغاړو هم ورته وخاندل.
همدا راز کله چې دا ویډیو په ټولنیزو رسنیو کې خپره شوه، نو هم خلکو ډېره لاس په لاس کړه او ډېرې جالبې تبصرې هم پرې وشوې، چې لا هم د خلکو له لوري شئیر کېږي.