کورپاڼه / جالب / د یو ناروغ شخص له مرۍ ۷ اینچه ماهي ایستل شوی او ویډیو کې هم خپره شوې

د یو ناروغ شخص له مرۍ ۷ اینچه ماهي ایستل شوی او ویډیو کې هم خپره شوې

د کولمبیا د یوه ډاکتر د عملیاتو هغه ویډیو په ټولنیزو رسنیو کې ډېره د خلکو د خوښې وړ ګرځېدلې، چې د یوه ناروغ شخص له مرۍ څخه ۷ اینچې اوږد ماهي راباسي.

دا جالبه او په زړه پورې پېښه د جنوبي امریکا په کولمبیا کې له یو شخص سره د ماهیانو د نېولو پرمهال واقع شوې. ویل کېږي چې دغه شخص ۲۴ کاله عمر لري او په وزګار وخت د ماهیانو د نیولو لپاره ځي، چې دا ځل هم د ماهیانو د نیولو لپاره تللی و، یو ماهي یې په دام کې راغی او په لاس کې ونیو، چې په دې کې یې دویم ماهي هم په دام کې راغی او نه یې غوښتل چې همداسې پرېږدي، نو لومړی ماهي په خوله کې ونیو، خو ماهي زور وکړ او د ذکر شوي شخص په مرۍ کې ونښت.

وروسته له دې ۲۴ کلن شخص په منډه نږدې روغتون ته لاړ، خو ډاکتر ته یې هیڅ نه شو ویلی، چې بیا یې ډاکتر معاینات وکړل او د لنډو عملیاتو وروسته یې له مرۍ ماهي وویست او د ډاکتر د عملیاتو ویډیو په ټولنیزو رسنیو کې لاس په لاس شوه.

ذکر شوی شخص تر دوو ورځو پورې په روغتون کې ساتل شوی و او معاینات یې کېدل، ترڅو معلومه کړي چې د بدن داغلي غړو ته خو یې زیان نه دی رسېدلی، خو د خوښۍ خبره دا وه چې هغه بالکل روغ و او ډاکترانو ورته د کور ته تګ اجازه ورکړه.

دا هم ولولئ

د وېروونکې څېرې جوړونکی مجرم ونېول شو

پولیسو د نړۍ ترټولو وېروونکی تورن شخص، چې هر وخت د خپلې څېرې شکل بدلوي، …