کورپاڼه / تجارتي ليګونه / ډیلي بولز څلورمه ستره بریا خپله کړه

ډیلي بولز څلورمه ستره بریا خپله کړه

د ډیلي بولز لوبډلې د ۸ ویکټو په ستر توپیر د پونی ډیویلز لوبډلې ته ماتې ورکړه او په روان لیګ.کې يې څلورمه بریا هم خپله کړه چې په جدول کې لومړۍ لوبډله شوه.

د ابوظهبي ټي ۱۰ لیګ د سوپر لیګ لوبو کې ډیلي بولز او پونی ډیویلز لوبه ترسره کړه. د لوبې په پیل کې ډیلي بولز پچه وګټله او لومړی يې توپ اچونه غوره کړه.

پونی ډیویلز په ټاکلو ۱۰ اورونو کې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو ډېرې کمې ۵۷ منډې وکړې، چې له ډلې يې کینار لیویس ۱۵، دیون توماس ۱۵ ناسوځېدلې او ټام کوهلر کېډمور ۱۱ منډې وکړې.

د ډیلي بولز له لوري علي خان په ۵ توپونو ۳ لوبغاړي وسوځول او کومه منډه يې هم ورنکړه، عماد بټ ۲، فیډل ایډورډز او شیراز احمد ۱-۱ ویکټ واخیستې.

د ۵۸ منډو هدف ډیلي بولز په ۴.۴ اورونو کې د ۲ لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ چې د ۸ ویکټو په ستر توپیر يې بریا خپله کړه.

د دوی له لوري رحمان الله ګربز ۲۶، شیرفان رودرفورډ ۱۴ ناسوځېدلې او ایون لیویس ۱۳ ناسوځېدلې منډې وکړې.

د پونی ډیویلز له لوري محمد عامر او منیس انصاري ۱-۱ ویکټ واخیستې.

د لوبې د غوره لوبغاړي جایزه علي خان ته ورکړل شوه.

دا د ډیلي بولز پنځمه لوبه وه چې څلورمه بریا يې خپله او د جدول تر ټولو مخکښه لوبډله شوه.

دا هم ولولئ

هغه لوبغاړي چې د دوو لوبډلو لپاره یې نړیوال جامونو کې برخه اخیستې ده

دا د هر لوبغاړي هیله او ارمان وي چې په نړیوال جام کې د خپلې …