کورپاڼه / روغتيا / کور ته نږدې د ونو شتون د ژور خپګان خطر کموي

کور ته نږدې د ونو شتون د ژور خپګان خطر کموي

په جرمني کې د یوې نوې څېړنې له مخې ثابته شوې، دا چې نن سبا د ژور خپګان ستونزه عامه شوې او ذهني روغتیا په بدني روغتیا هم اغېزې پرېباسي، خو د ونو په کېنولو سره د ژور خپګان خطر کمولی شو او ذهني روغتیا مو ورسره ښه والی مومي.

د څېړنې له مخې ویل کېږي چې شین یا سمسوره چاپیریال پر ذهني روغتیا مثبتې اغېزې کوي او په حقیقت کې کور ته نږدې د ونو شتون مو له ژور خپګان څخه ژغوري.

ویل کېږي چې په دې څېړنه کې د لس زرو کسانو ډیټا تر څېړنې لاندې نېولې او د هغوی د چاپیریال په اړه یې هم معلومات راټول کړي دي او وروسته له څېړنو وویل شول چې د کور په شاوخوا (سل میترو) کې چې څومره وني وي، په هماغه اندازه خلکو ته آرام ورکوونکي او د درمل استعمال یې لږ وي او دغه اړیکه بیا په هغه غریبه طبقه کې ډېره پیاوړي وي، چې د ژور خپګان خطر یې ډېر وي.

څېړونکي وایي چې په کوڅو کې د ونو شتون د ښې ذهني روغتیا لپاره طبیعي نسخه ګڼل کېږي او د څېړنو له پایلو څرګندېږي چې د کورونو په شاوخوا د ونو شتون د مختلفو طبقو ترمنځ د روغتیا اړوند مساوات هم رامنځته کوي. څېړونکي زیاتوي چې دا ښه خبره ده ځکه چې د نیالګیو کینول آسانه وي او د شمېر زیاتول یې هم کوم پلان نه غواړي.

د څېړنې له مخې ویل کېږي چې ونې نه یوازې د انسان د روغتیا لپاره ګټورې وي، بلکې د چاپیریال اړوند ستونزې هم کموي.

یاده دې وي چې ونې له دې پرته هم ډېرې ګټې لري، یعنې ونې د هوا په پاکوالي او د اکسیجن په برابرولو کې هم مهم رول لري، نو کوښښ وکړئ چې پخپل چاپیریال کې ونې کېنوئ او د چاپیریال د ښکلا سربېره نورې روغتیایې ګټې هم ترلاسه کړئ.

دا هم ولولئ

مرخېړي وخورئ او ژور خپګان له منځه یوسئ

مرخېړي پخپل ترکیب کې ډېر داسې غذایي مواد لري، چې ګڼې روغتیایي ګټې لري او …