کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / ساینسپوهانو پالکو ته ایمیل لېږل ور زده کړي، اوس به مو پالک خبروي

ساینسپوهانو پالکو ته ایمیل لېږل ور زده کړي، اوس به مو پالک خبروي

که څه هم دا خبره به ډېره عجیبه او حیرانوونکې وي، خو امریکي ساینسپوهانو بیا دغه جالبه کارنامه ترسره کړې او پالکو ته یې ایمیل لېږل ور زده کړي. د euronews.com ویب سایټ له مخې ویل کېږي چې دغه کار د MIT انجینرانو لخوا د نینو ټیکنالوژۍ په مرسته ترسره کړی او پالک کې په هغه سنسرونه بدل کړي، چې د چاپیریال د بدلونونو د حس کولو او بیا یې ساینسپوهانو ته د رسولو وړتیا لري.

د راپور له مخې ویل کېږي کله چې د پالکو رېښې د ځمکې لاندې اوبو کې نایټرویرومیتیکس ومومي، نو له پاڼو به یې سګنل خارج شي، چې بیابه دغه سګنل د Infrared کامرې لخوا ولوستل شي او ساینسپوهانو ته به یې ایمیل کړي.

د ساینسپوهانو لخوا دغه ترسره شوې تجربه د انجینرۍ د بریښنایي اجزاوو او د کښت د سیستمونو د پراخې څېړنې یوه برخه ده. د څېړونکې ډلې مشر استاد مائیکل سټرینو وایي، چې بوټي غوره تحلیلي کیمیا ده، چې موسمي بدلونونه په ډېره ښه او غوره طریقې سره پېژني او موږ نوې طریقه ایجاد کړې، چې په وسیله به د بوټو په مرسته د موسمي بدلونونو په اړه معلومات ترلاسه کړو او په دې طریقه کې به بوټي د ایمیل په وسیله موږ خبروي چې د ځمکې لاندې اوبو او هوا کې څخ بدلونونه رامنځته کېږي.

Loading...

دا هم ولولئ

موبايل

ګوګل د انډرويډ کاروونکو ستر ارمان پوره کړ

ګوګل د انډرويډ کاروونکو لپاره يوه نوې اسانتيا رامنځته کړې ده، چې له دې وروسته …