کورپاڼه / هنر او کلتور / د سلمان خان مصروفیتونه د مینوالو لپاره زېری لري

د سلمان خان مصروفیتونه د مینوالو لپاره زېری لري

د بالیووډ د ستوري او په ټوله نړۍ کې د شهرت لرونکي سلمان خان سږني مصروفیتونه د مینوالو لپاره له زېري څخه کم نه دي، ځکه چې سلمان خان د خپل یو فلم شوټنګ بشپړ کړی او اوسمهال د شاهروخان د پټان فلم په ځینو برخو کې په شوټنګ بوخت دی او له دې وروسته به د خپل فلم (ټائیګر ۳) شوټنګ پیل کړي.

د هندي رسنیو د راپورونو له مخې ویل کېږي، چې سلمان خان په اوس او راتلوونکې وخت کې ډېر مصروفه دی، نوموړي خپل نوی فلم (انتم) شوټنګ یوازې په شپېتو ورځو کې بشپړ کړ، چې دا په تېرو لسو کلونو کې د سلمان خان په لنډ وخت کې د شوټنګ بشپړېدل کېږي او په دې فلم کې به د لومړي ځل لپاره له سلمان خان سره پرګیا جیسوال کار کوي.

بله خوا سلمان خان د شاهروخان په پټان فلم کې هم لنډ غوندې رول لوبوي، چې اوسمهال یې په شوټنګ بوخت دی، دغه راز په دې فلم کې جان ابراهم او ډیپکا پاډوکون هم شامل دي.

د هندي رسنیو د راپور له مخې ویل کېږي چې د پټان د فلم له شوټنګ وروسته به سمدستي سلمان خان پخپل نوي فلم (ټائیګر ۳) کار پیل کړي او خپل وزن به هم کم کړي.

راپورونه زیاتوي چې د ټائیګر ۳ او د پټان فلم ترمنځ وختونو کې به سلمان خان د خپل فلم (رادی) ایډیټ وکړي.

دا هم ولولئ

هندي ژورنالیسته: شاه رخ خان ته ځکه سزا ورکول کېږي چې هغه مودي ته سر نه دی ټیټ کړی

یو هندي ژورنالیسته سواتي چترویدي ویلي دي چې د هندي سینما مخکښ اداکار شاه رخ …