د بویولو د حس د وړتیا احساس یو انسان ته هغه وخت کېږي، کله چې یې ذکر شوي حس ختم شي او له دې وړانډې یې ډېری خلک له اهمیت څخه ناخبره وي. د بویولو وړتیا کمېدل د خوند یا ذایقې پر حس هم اغېز پرېباسي او کله چې دغه ستونزه رامنځته شي، نو د یو شي د خوند او بویولو له سختو ستونزو سره مخ کېږي. د سیدتي اخبار د لیکنې له مخې د خوند او بویولو د وړتیا د کمښت سببونه او درملنه بیان شوې چې دلته به یې ولولو.
سببونه:
د خوند او بوی د حس ورکېدل ډېر سببونه لري، چې ځینې وخت لنډ مهاله او کم وي او ځینې وخت بیا دوامداره کېدلی هم شي، چې ځینې یې دلته لولو.
- په پوزه او د ساه اخیستلو په نلونو کې میکروب لکه زکام او نزله
-
د پوزې پوستکی حساسېدل، خو دا د لنډ وخت لپاره وي.
-
د هوایې کڅوړو سخت سوخت
-
د پوزې دننه د ټیومر شتون
-
د پوزې پرده له ځایه بې ځایه کېدل
-
ځینې وختونو د دماغو په سبب هم رامنځته کېږي.
درملنه:
که چېرته لامل د پوزې اړوند وي لکه حساسیت، میکروب او نور، نو درملنه یې د کارټیسون سپری یاهم د پوزې په وینځلو سره کېږي.
که چېرته د پوزې د پردې ستونزه وي یاهم اضافه غوښه وي، نو د عملیاتو په وسیله یې درملنه کېږي، خو که چېرته دماغو پورې اړه لري نو په کورټیسون یې درملنه کېږي. که چېرته یو څوک مور زادي دغه ستونزه لري، نو د څېړنو له مخې یې درملنه نه کېږي.
زیانونه:
په دې ناروغۍ اخته کسان په ډوډۍ خوړلو کې له ستونزو سره مخ کېږي، چې بیا یې د بدن وزن کمېږي او د غذایي موادو له کمښت سره مخ کېږي، دا ډول خلک دې په کور کې د لوګي الارم ولګوي، ترڅو د لوګي پر وخت یې له خطر څخه خبر کړي، دغه راز د خوړو د ساتلو پر وخت باید له احتیاط څخه کار واخیستل شي.