کورپاڼه / جالب / د شتر مرغ په هګۍ د پنځه څلویښت زرو سوریو په کولو سره هنري شاهکار تیار شوی

د شتر مرغ په هګۍ د پنځه څلویښت زرو سوریو په کولو سره هنري شاهکار تیار شوی

د نړۍ په کچه د جالبو او نایابو شاهکارونو یا فن پارو د تخلیق کمښت نشته، خو دا ځل په ویتنام کې یو ډېر حوصله لرونکي هنرمند د شترمرغ په هګۍ کې د پنځه څلویښت زرو څخه د زیاتو سوریو په کولو سره یو داسې ښکلی شاهکار تخلیق کړی، چې ټوله نړۍ ورته ګوته په غاښ پاتې شوې. ویل کېږي چې پر هګۍ ځینې سوري تر ۰.۲ ملي میترو پورې واړه دي او په همدې سبب یې درې کاله وخت پرې تېر کړی.

دیرش کلن ګوئین هنګ چونګ د هینویي د ښار اوسیدونکی دی، چې له یوې لسیزې راهیسې یې د چرګو په هګیو د کوچني سوریو په کولو سره ښکلی ډیزاین کوي، خو دا ځل یې د شتر مرغ له هګۍ څخه ټول مواد په پیچکارۍ ایستلي او کار یې پرې پیل کړی او د ګوئین صبر او حوصلې په کولو سره په انساني تاریخ کې پر یوې هګۍ ترټولو ښکلې او په زړه پورې میناتوري ګڼل کېږي.

ویل کېږي چې نوموړي په هګۍ د ۴۵۸۶۳ سوریو په کولو دغه شاهکار تخلیق کړی، چې ځینې سوري یې د ویښتانو څخه هم نري او کوچني دي، چې دا کار پخپله ډېر احتیاط ته اړتیا لري، ځکه چې یوه وړه غوندې غلطي یا تېروتنه هم د هګۍ د ماتیدو سبب کېږي او کلونه خواري غواړي.

ویل کېږي چې ګوئین د حمیت حیران څخه په اغېزمن کېدو سره دا کار پیل کړی او حمیت له دې وړاندې په یوې هګۍ د دولس زرو سوریو په کولو سره شاهکار جوړ کړی و، چې بیا ګوئین وغوښت چې د حمیت ریکارډ مات کړي او دغه عزت د ویتنام په برخه کړي، که څه هم هغه په څو ورځو کې دغه کار ترسره کړی و، خو ګوئین بیا په دې شاهکار ډېر وخت لګولی دی.

یاده دې وي چې ګوئین ددې تخلیق د ثبتولو لپاره، چې د نړیوالو ریکارډونو په کتاب کې شامل شي، له ذکر شوې ادارې سره اړیکه نېولې.

Loading...

دا هم ولولئ

په امریکا کې یو سپی د نړۍ ترټولو شتمن سپی ګڼل شوی+ویډیو

په امریکا کې یو سپی د نړۍ ترټولو شتمن سپی ګڼل شوی، چې په شخصي …