کورپاڼه / خبرونه / کرکټ بورډ: سږکال اې پي ایل کوو، خو وخت لا نه دی ټاکل شوی
د افغانستان کرکټ بورډ

کرکټ بورډ: سږکال اې پي ایل کوو، خو وخت لا نه دی ټاکل شوی

د افغانستان کرکټ بورډ د رسنیو مسوول وايي، چې سږکال به د افغانستان غوره لیګ حتما کېږي، خو لا دا نه ده ټاکل شوې چې په کومه میاشت کې به ترسره شي.

د کرکټ بورډ د رسنیو څانګې مسوول حکمت حسن له امریکا غږ راډیو سره په خبرو کې وویل، چې سږکال شپږیزه او اې پي ایل دواړه ترسره کېږي.

نوموړي زیاته کړه، چې د کورونا او د ډېرو نړیوالو سیالیو له امله دوی په دې هڅه کې دي چې د اې پي ایل لپاره ښه وخت پېدا او ترسره يې کړي.

دا په داسې حال کې ده چې تېر کال هم د کرکټ بورډ عمومي رییس فرهان یوسفزي د افغانستان غوره لیګ دویم پړاو ترسره کولو اعلان کړی و، خو ترسره نه شو.

د اې پي ایل لومړی پړاو په ۲۰۱۸ کال کې ترسره شوی و، چې له هغه وروسته بیا نه دی ترسره شوی او دا د افغان لوبغاړو لپاره د عاید یوه ستره سرچینه ده.

د افغانستان غوره لیګ په لومړي پړاو کې د فساد راپورونه هم خپاره شوي و او ویل شوي و چې ځینې کسان به محکمې ته معرفي شي، خو هېڅ هم ونه شو.

افغانستان چې سږکال ډېر کرکټ پر وړاندې لري، د کرکټ بورډ عمومي رییس په میاشت کې هم کرکټ بورډ ته نه ورځي او هر څه د یو  څو کسانو په لاس کې دي، چې په اړه يې نیوکې کېږي او ویل کېږي چې له کرکټ او ادارې سره نابلده دي.

دا هم ولولئ

آیا د سږني شل اوریز نړیوال جام له ځانګړتیاوو خبر یاست؟

سږ کال د شل اوریز نړیوال جامونو اووم پړاو لوبې د روانې اکتوبر میاشتې په …