کورپاڼه / روغتيا / څېړنه: د ایډز (HIV) عام درمل د ړندېدو څخه په مخنیوي کې مرستندویه تمامېږي

څېړنه: د ایډز (HIV) عام درمل د ړندېدو څخه په مخنیوي کې مرستندویه تمامېږي

د HIV او ایډز لپاره استعمالېدونکي عام درمل په انسانانو کې د ړندېدو ترټولو د عام ډول په مخنیوي کې مرستندویه تمامېږي. دغه راز ددې موندنې یو بل زبردست اړخ دادی چې دغه موندنه د ډي این ای په اړه زموږ بنسټیز معلومات هم له ننګونې سره مخ کوي. دغه درمل د Nucleoside reverse transcriptase inhibitors یاهم په لنډ ډول د این ار ټي ایې په نوم سره یادېږي، چې د HIV د درملنې لپاره په عام ډول سره استعمالېږي، خو اوسمهال معلومه شوې چې همدغه درمل د سترګو د یوې ناروغۍ (Dry macular degeneration) مخنیوی کوي، چې د خطرناک ړوندوالي سبب ګرځي.

ویل کېږي چې څېړونکو په دې اړه د روغتیایي بیمې ډیټا بیس کتلی او ترې معلومه شوې، هغه کسان چې این ار ټي ایي درمل یې کارولي ول، د سترګو ددې ناروغۍ خطر یې بیخي کم ول.

د ورجینیا د طب پوهنتون د سترګو متخصص جیاکرشنا امباتي وایي، چې موږ د لسګونه میلونونو ناروغانو ډیټابیس وکتو او هیله مندي شو چې په ډېرو ستونزو سره کنټرول کېدونکي د ړندېدو یو ډول اوسمهال د ایډز په درمل سره ښه کېدلی شي.

د جیاکرشنا سره په کنګ د نړۍ نورو روغتیایې کارپوهانو هم په دې څېړنه کې مهم رول لوبولی او په دې ډول سره د ډي این ای په اړه هم دودیز تصور بدلېدلی شي، ځکه چې دا په لومړی ځل معلومه شوه چې ډي این ای د انساني حجرو له مرکز څخه بهر هم تشکیل موندلی شي.

روغتیایي کارپوهان وایي چې له داسې ډېرو سایتوپلازمي ډې این ای څخه یو هم Alu دی، چې د سترګو ریټینا له ټولو مهمه بصري پرده له منځه وړي او بیا ساینسپوهانو ددې ډي این ای د مخنیوي درمل وڅېړل، نو معلومه یې کړه چې د ایډز عام درمل یې مخنیوی کوي او د سترګو د ذکر شوې ناروغۍ خطر ۴۰ سلنه کموي. یاده دې وي چې له وړاندې ویل شوي ول چې د ایډز دغه درمل د شکر د حملې خطر کموي.

دا هم ولولئ

آیا په رښتیا بادرنګ کولی شي چې د سترګو حلقې ختمې کړي؟

ډېر شمېر میرمنې په کورونو کې بادرنګ راخلي، هغه ټوټه-ټوټه کوي او بیا یې پر …