کورپاڼه / جالب / د یو درې میاشتني ماشوم د وینې سپین رنګ ډاکتران حیران کړي

د یو درې میاشتني ماشوم د وینې سپین رنګ ډاکتران حیران کړي

په هندوستان کې د یو درې میاشتني ماشوم د وینې د سپین رنګ په لېدو ډاکتران له حیرانۍ سره مخ شوي، ویل کېږي چې ماشوم د وینې د کمښت له ستونزې سره مخ دی او په همدې مخه روغتون ته راوړل شوی و.

د راپورونو له مخې ویل کېږي چې دغه ماشوم د هندوستان د جیپور ښار د جی کی لون روغتون ته په راوړلو سره د ډاکترانو د بحث ټکی وګرځید، ځکه چې د وینې رنګ یې د سور پرځای سپین و.

د یو صحت مند انسان په بدن کې RBC او WBC دواړه موندل کېږي، خو د ماشوم له دې ناروغۍ څخه وروسته دغه خبره د څېړنې وړ ګرځېدلې، چې آخر د انسان د وینې رنګ څنګه سپین کېدلی شي او څنګه تر اوسه پورې دغه ماشوم ژوندی پاتې دی؟

په دې اړه د روغتون پخوانی مسول وایي، چې دا ماشوم په څرګند ډول د وینې له کمښت سره مخ و او چې وینه یې د معایناتو لپاره واخیستل شوه، نو معلومه شوه چې وینه یې سپین رنګه ده او اوسمهال یې د وینې نورې نمونې هم د څېړنې لپاره اخیستل شوي دي.

دا هم ولولئ

یوې امریکایي میرمنې د ۳۵ کلونو په عمر کې د ۱۱ اولادونو په زېږولو ریکارډ جوړ کړ

په امریکا کې یوې میرمنې د ۳۵ کلونو په عمر کې د ۱۱ اولادونو په …