کورپاڼه / هنر او کلتور / پاکستاني ملا عامر لیاقت حسین هم اداکاري شروع کړه

پاکستاني ملا عامر لیاقت حسین هم اداکاري شروع کړه

عامر لیاقت حسین چې د پاکستان د پارلمان غړی او د دیني خپرونې کوربه او نیمچه ملا دی، هم د اداکارۍ مېدان ته مخه کړې ده او په یو فلم کې کار کوي.

عامر لیاقت هغه څوک دی چې د ولسمشر محمد اشرف غني پر ضد یې یوه خپرونه کې سپکه خوله خوځولې او په افغانستان کې د جهاد ملاتړی دی.

د پاکستاني رسنیو د راپورونو په وېنا، عامر لیاقت کلونه کلونه دیني خپرونه چلوله چې نور عالمان به ورسره پکې مېلمانه و او د دین په اړه به يې معلومات ورکول چې اوس يې په یو فلم کې کار پیل کړی.


نوموړي د دې فلم ځینې عکسونه په ټولنیزو رسنیو کې هم خپاره کړي دي، چې د بس کورونا په نوم فلم کې کار کوي.

د یادولو ده چې د عامر لیاقت حسین مېرمن هم په سریالونو کې کار پیل کړی دی، چې وخت نا وخت خپل عکسونه په ټولنیزو رسنیو کې خپروي.

 

View this post on Instagram

 

A post shared by Syeda Tuba Aamir (@syedatubaaamir)

دا هم ولولئ

هندي عالم: که د شاه رخ خان زوی آریان خان په مدرسه کې زده کړې کړې وای، نو دا ورځ به یې نه لېدله

د ال انډیا د اسلامي عالمانو د ټولنې عمومي منشي او هندي عالم مولانا شهاب …