د اردو او پښتو ژبو مشهوره هنرمنده نجیبه فېض وايي، چې ژوند هم لکه د پیانو په څېر دی.
نوموړې چې په ټولنیزو رسنیو کې ډېره فعاله ده، تازه يې په انسټاګرام کې ځینې عکسونه خپاره کړي دي، چې د موسیقۍ الې پیانو ته ناسته ده.
View this post on Instagram
نجیبه فېض له دې عکسونو سره لیکلي دي، چې ژوند لکه د پیانو په څېر دی، دا په دې پورې اړه لري، چې څنګه يې تاسې غږوئ.
د یادولو وړ ده چې نجیبه فېض اوسمهال په پاکستان کې ژوند کوي. هغې په پاکستان کې د یوټیوب لپاره یوه خپرونه هم پیل کړې ده، خو تراوسه يې کومه برخه نه ده خپره شوې.
View this post on Instagram
نوموړې د دې خپرونې ډېر عکسونه په ټولنیزو رسنیو کې خپاره کړي دي، چې د ډېرو پښتنو هنرمندانو سره يې پکې مرکې کړې دي. د دې نوې خپرونې برخې کله په یوټیوب کې خپروي، نوموړې يې په اړه څه نه دي ویلي.