کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / مصر به د 2021 تر پایه فضاء ته سپوږمکۍ واستوي

مصر به د 2021 تر پایه فضاء ته سپوږمکۍ واستوي

د مصر د الیوم الصبیه د ورځپاڼې له مخې ویل کېږي، چې د مصر فضایي ادارې مشر محمد القوسي وایي چې مصر به د 2021 کال په ډسمبر کې سپوږمۍ واستوي او له دې څخه یې موخه داده ترڅو په دې هیواد د فضایې ساینس پروژې پر مخ یوسي. نوموړی وایي چې مصر یو داسې فضایي پلان لري، چې د فضایي سیستم، جوړښتونو، نړیوالې فضایي اړیکې او د مصر له فضایي قانون څخه بحث کوي. القوسي وایي چې د هیواد ارادې له هغه پنځو سپوږمیکو څخه لوي دي، چې اوسمهال په مدار کې شتون لري.

قاهره د جرمني او چینایي شرکتونو په همکارۍ سره نوې سپوږمکۍ فضاء ته لېږي، چې وزن یې 65 کیلو ګرامه دی او د روان کال په دسمبر کې به ولېږل شي.

ویل کېږي چې د پلان له مخې به دویمه سپوږمکۍ د 2022 کال په مارچ کې واستول شي او موسمي بدلونونه به وڅاري، دریمه سپوږمکۍ به د 2022 په سپتمبر کې به واستول شي، چې اپلیکشنې به سانسور کړي او د چین په همکارۍ به دغه پلان بشپړ کړي.

القوسي زیاتوي چې مصر به د 2022 تر اخره د فضایي ښار لپاره ازمایښي مرکز پرانیزي. مصرۍ رسنۍ وایي چې دا په عربي نړۍ کې د خپل ډول لومړنۍ فضایي پلان یا پروژه وي. القوسي وایي چې دوی له افریقا سره په یوې ګډې سپوږمکۍ کار کوي، چې افریقایي اتحادیه یې هم ملاټر لري، چې کینیا، یوګانډا، ګانا، سوډان او نایجیریا پکې شامل دي.

Loading...

دا هم ولولئ

د نړۍ د ترټولو ګړندۍ الوتکې تصویرونه خپاره شول

تر اوسه پورې به مو د الوتکو بېلابېل ډولونه لېدلي وي، چې ځینې یې غټې، …