کورپاڼه / خبرونه / سویلي افریقا کوانټين ډي کوک له کپتانۍ لیرې کوي، د افغانستان لپاره ښه درس لري

سویلي افریقا کوانټين ډي کوک له کپتانۍ لیرې کوي، د افغانستان لپاره ښه درس لري

د سویلي افریقا کرکټ بورډ غواړي چې د پاکستان له سفر وروسته کوانټین ډي کوک له لوبډلمشرۍ لیرې کړي او د هرې بڼې لپاره بیل بیل لوبډلمشر وټاکي.

د سویلي افریقا لوبډلې روزونکي مارک باوچر د اي ایس پي این کریک انفو سره په خپله مرکه کې وايي، چې غواړي د پاکستان له سفر وروسته د کپتانۍ بوج د کوانټين ډي کوک له اوږو لیرې کړي.

نوموړی زیاتوي، کله چې کوم لوبغاړی ښه ونه ځلېږي او په داسې حال کې چې هغه کپتان هم وي، نو بیا د ټولو سترګې وراوړي. ځکه مو پرېکړه کړې ده چې د ډي کوک له اوږو دا بوج لیرې کړو.

د اسټرالیا له لوري د ټېسټ لوبو له ځنډولو وروسته سویلي افریقا د ډېر وخت لپاره ټېسټ سیالۍ نه لري او باوچر وايي چې دوی به د نوي کپتان ټاکلو لپاره کار وکړي.

د یادولو ده چې کوانټین ډي کوک د پاکستان پر وړاندې په لومړۍ ټېسټ لوبه کې لومړۍ پاڼۍ کې ۱۵ او دویمه کې ۲ منډې وکړې.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د درې واړه لوبډلو لپاره اصغر افغان د لوبډلمشر په توګه ټاکل شوی دی. په ۲۰۱۹ کال کې د درې واړه بڼو لپاره بیل بیل کپتانان ټاکل شوي و، خو وروسته ټول لیرې شو او راشد خان کپتان شو، چې ورپسې بیا اصغر افغان د دويم ځل لپاره د ټولو بڼو کپتان وټاکل شو.

دا هم ولولئ

سنجى منجريکر

سنجى منجريکر: حېدراباد په دې لوبغاړو په بريا خپلولو نه ارزي

د سنرايزرز حېدراباد لوبډلې پرون يو ځل بيا ډېره کمزورې توپوهنه ترسره کړه او ګټې …