کورپاڼه / جالب / یو شخص د لور په زېږېدو سره خپله میرمن په روغتون کې پرېښې او تښتېدلی

یو شخص د لور په زېږېدو سره خپله میرمن په روغتون کې پرېښې او تښتېدلی

د هندوستان په اتر پردیش ایالت د سهارنپور ولسوالۍ د دیوبند په سیمه کې یو شخص هغه وخت خپله میرمن په روغتون کې پرېښوده او وتښېتد، چې لور یې وزېږېده.

د هندي رسنیو د راپور له مخې عایشې یو نیم کال وړاندې د دیوبند اوسیدونکي سره واده کړی و او کله چې عایشه امیندواره نو خاوند به یې ورته هره ورځ ویل چې باید زوی وزېږوي، چې بیا به یې میرمنې ورته ویل چې لور او زوی ددې لپاره برابر دي، چې بیابه خاوند هره ورځ وهله.

عایشه د جنورۍ په دوه ویشتمه نیټه د ولسوالۍ روغتون ته وړل شوې او کله چې یې لور وزېږېده، نو خاوند او خسرګنۍ یې په پرته له کتو له روغتون څخه وتښېدل او اوسمهال مور او لور دواړه په روغتون کې دي، خو د خسرګنۍ له اړخه ورسره هیڅ ډول اړیکه نه ده نېول شوې.

د عایشې پلار وایې چې دی هڅه کوي چې په دې اړه یې له خسرګنۍ سره خبرې وکړي، خو د هغوی له اړخه هیڅ ځواب نه ورکول کېږي، دی غواړي چې ستونزه په خبرو حل کړي، خو که حل نه شوه، نو بیا به له قانوني لارو چارو څخه کار واخلي.

Loading...

دا هم ولولئ

په امریکا کې (۱۳۹) کلن کور له یو ځای څخه بل ځای ته وړل شوی+ویډیو

د امریکا متحده ایالاتو په سان فرانسسکو ایالت کې د ۱۳۹ کلن پخوانی کور په …