کورپاڼه / جالب / یوې نجلۍ دومره اوږده کېله پېدا کړې چې خلک ورته حېرانه دي

یوې نجلۍ دومره اوږده کېله پېدا کړې چې خلک ورته حېرانه دي

برېتانیه کې یوې نجلۍ په بازار کې دومره اوږده کېله اخیستې ده، چې په ټولنیزو رسنیو کې يې خلک عکس ته حېرانه پاتې شوې دي.

د انډیا ټایمز وېبپاڼې د راپور په وېنا، د سام پالمر په نوم دا نجلۍ د برېتانیې ښار ویسټن کې ژوند کوي، چې د دې اوږدې کېلې عکس يې په ټولنیزو رسنیو کې خپور کړی دی.

په دې عکس کې لیدل کېږي، چې هغې دا کېله د خپل لاس سره نیولې ده، چې ډېره اوږده کېله ده

نوموړې چې په ټولنیزو رسنیو کې يې د دې کېلې په اړه پوسټ کړی دی، لیکي، چې ما دومره اوږده کېله په ژوند کې په لومړي ځل ولیدله. هغه وايي، چې دا کېله د ۱۲ انچه څخه هم زیاته اوږده ده.

هغه وايي، ما په یو پلورنځي کې کېلې اخیستې، چې دا اوږده کېله مې هم پکې ولیده او وامې خیسته. نوموړې ليکي، کله چې کور ته راغلم او مور مې راسره دا اوږده کېله ولیدله نو هغه هم ورته حېرانه شوه او رانه يې پوښتنه وکړه چې دا څه شی دي؟ نوموړې وايي، کله چې مې ورته کېله وښودله، نو ډېر يې ورته وخاندل.

د نوموړې دا پوسټ خلکو ډېر خوښ کړی او د دې کېلې په لیدو يې د حېرانتیا څرګندونه کړې ده.

دا هم ولولئ

هغه غرڅه، چې دوه کاله یې څلور کیلو ټایر په غاړه وګرځاوه، اوږې یې سپکې شوې

هغه بې ژبې غرڅه، چې د خپل ژوند ډېره برخه یې په غاړه کې څلور …