کورپاڼه / هنر او کلتور / د ابیشیک بچن خور د خپلې وریندارې (ایشوریا رایی) کوم عادت نه خوښوي؟

د ابیشیک بچن خور د خپلې وریندارې (ایشوریا رایی) کوم عادت نه خوښوي؟

د بالیووډ د مشهور اداکار امیتاب بچن لور او د ابیشیک بچن خور شویتا نندا د خپلې وریندارې ایشوریا رایی او د ورور د عادتونو په اړه د خوښ او ناخوښ اظهار کړی دی.

شویتا نندا چې د خپل ورور ابیشیک بچن سره په تلویزوني خپرونه (کافي ود کرن) کې را څرګنده شوه او د خبرو پرمهال یې د کرن جوهر پوښتنو ته د ځواب په ورکولو سره وویل، چې ایشوریا رایی د خپلو وړتیاوو او هڅو په برکت بریا ترلاسه کړې او و یې ستایله.

د خبرو پرمهال کرن جوهر پوښتنه کوي، چې د ایشوریا رایی کوم عادت یې خوښ دی، چې په ځواب کې یې شویتا وایي، چې ایشوریا ځان جوړونکې، پیاوړې میرمن او یوه غوره مور دی. دغه راز د کرن د یوې پوښتنې په ځواب کې وایې چې د ایشوریا رایی یو عادت یې نه دی او هغه دا چې ایشوریا رایی تل د میسج او زنګ ځواب په ځنډ سره ورکوي.

بیا کرن جوهر پوښتنه کوي چې د ایشوریا رایی اړوند څه شی برداشت کوي؟ چې شویتا یې ورته په ځواب د وخت اداره کول ښایې. دغه راز د خبرو پرمهال د ابیشیک اړوند پوښتنو ته په ځواب ورکولو سره شویتا وایي، چې د ابیشیک په اړه له پوهېدو له هر څه وړاندې نفرت لري، خو د خپل ورور ټوکه بیا زغملی شي.

دا هم ولولئ

هندي عالم: که د شاه رخ خان زوی آریان خان په مدرسه کې زده کړې کړې وای، نو دا ورځ به یې نه لېدله

د ال انډیا د اسلامي عالمانو د ټولنې عمومي منشي او هندي عالم مولانا شهاب …