کورپاڼه / تجارتي ليګونه / قېس احمد د “دي هنډریډ” سیالیو ته واخیستل شو

قېس احمد د “دي هنډریډ” سیالیو ته واخیستل شو

د افغانستان ملي لوبډلې ورو توپ اچونکی قېس احمد څلورم افغان لوبغاړی دی چې د “دي هنډریډ” یا د سل توپونو په سیالیو کې خپلې لوبډلې له ځان سره ساتلی دی.

له راشد خان، محمد نبي او مجیب الرحمان وروسته قېس احمد څلورم افغان لوبغاړی دی، چې د انګلستان په “دي هنډریډ” سیالیو کې واخیستل شو.

نوموړی به د دې سیالیو په راتلونکي پړاو کې د ویلش فایر لوبډلې په ګټه ولوبېږي.

قېس احمد هم په دې اړه په خپل ټویټر کې یو ټویټ کړی دی او د خوشحالۍ څرګندونه يې کړې ده.


د دې سیالیو لومړی پړاو تېر کال ترسره کېدونکی و، چې یاد افغان لوبغاړي ورته اخیستل شوي و، خو بیا دا سیالۍ د کورونا له امله ترسره نه شوې.

د یادولو وړ ده چې قېس احمد په نورو تجارتي لیګونو کې هم لوبېدلی دی، چې اوسمهال د ابوظهبي ټي ۱۰ لیګ کې لوبېږي او له دې وروسته به بیا د پاکستان سوپر لیګ کې هم ولوبېږي.

دا هم ولولئ

هغه لوبغاړي چې د دوو لوبډلو لپاره یې نړیوال جامونو کې برخه اخیستې ده

دا د هر لوبغاړي هیله او ارمان وي چې په نړیوال جام کې د خپلې …