چټک توپوهونکي کریس ګیل په نننۍ لوبه کې وځلېده او په ۲۲ توپونو يې چټکې ۸۴ منډې وکړې، چې خپله لوبډله يې بریالۍ کړه او د غوره لوبغاړي جایزه يې هم ترلاسه کړه.
د ابوظهبي ټي ۱۰ لیګ د سوپر لیګ لوبه کې ټیم ابوظهبي لومړی پچه وګټله او د مراټا عربینز لوبډلې ته د توپوهنې بلنه ورکړه.
مراټا عربینز په ټاکلو ۱۰ اورونو کې د ۴ لوبغاړو په سوځېدو ۹۷ منډې وکړې، چې له ډلې يې علي شان شرافو ۳۳، محمد حفیظ ۲۰، شعېب ملک ۱۵ ناسوځېدلې او مختار علي ۱۴ منډې وکړې.
د ټیم ابوظهبي له لوري اوبید مک کای ۲، نوین الحق او جېمي اویرټون ۱-۱ ویکټ واخیستې.
د ۹۸ منډو هدف د ټیم ابوظهبي لوبډلې په ۵.۳ اورونو کې د ۱ لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ او د ۹ ویکټو په ستر توپیر يې بریا خپله کړه.
کریس ګیل په نننۍ لوبه کې ښه وځلېده چې د ۹ شپږیزو او ۶ څلوریزو په مټ يې په ۲۲ توپونو ۸۴ ناسوځېدلې منډې وکړې.
د مراټا عربینز له لوري مصدق حسېن ۱ ویکټ واخیسته.
د لوبې د غوره لوبغاړي جایزه کریس ګیل ترلاسه کړه.