کورپاڼه / اسلام / د اسلام پیغمبر صلی الله علیه وسلم او کار کول

د اسلام پیغمبر صلی الله علیه وسلم او کار کول

یوه ورځ حضرت محمد صلی الله علیه وسلم له صحابه کرامو رضي الله عنهما سره ناست و، ولیدل چې یو ځوان سهار وختي پاڅېدلی او کار کوي، ځینو صحابه کرامو وویل: که چېرته دغه ځوان خپل ځوان د الله تعالی په لار کې تېره کړې وه، څومره به ښه وای او د ستاینې وړ به و.

کله چې حضرت محمد صلی الله علیه وسلم یې خبرې واورېدې نو و یې فرمایل: داسې مه وایئ؛ که چېرته دغه ځوان د خپلو اړتیاوو د پوره کولو او ددې لپاره کار کوي ترڅو چاته اړتیا ونه لري، نو دا په حقیقت کې د الله تعالی په لار کې یو قدم مخکې دی. دغه راز که چېرته دغه شخص د خپلو کمزورو والدینو او وړو ماشومانو لپاره په دې موخه کار کوي چې هغوی چاته اړتیا ونه لري، بیاهم دا الله تعالی په لار خپل ځواني مصرفوي.

د اسلام په دی کې عمل، کار کول، محنت، مزدوري او هڅې او کوښښونه کول ډېر زیات اهمیت لري، په یو بل حدیث شریف کې پیغمبر صلی الله علیه وسلم فرمایي: (یتبع المیّت ثلاثة: أهله وماله وعمله، فیرجع اثنان و یبقی واحد؛ یرجع أهله و ماله و یبقی عمله) ژباړه: کله چې انسان مړ شي نو تر قبره به ورسره درې شیان ملګري وي، د هغه کورنۍ، مال او عملونه، په دې کې دوه بېرته ترې ځي او یو ورسره په قبر کې پاتې کېږي، کورنۍ او مالونه ترې ځي او عمل ورسره په قبر کې پاتې کېږي.

په حقیقت کې د انسان هر عمل د هغه ملګرتیا نه پرېږدي، که یې عمل نیک وي، نو ملګری به یې هم نیک وي او که عمل یې بد وي، نو ملګری به یې هم بد وي، دا پخپله انسان پورې اړه لري چې هغه خپل قبر ته څه ډول ملګری له ځان سره بیایي، ترڅو یې په مشکل وخت کې په کار راشي.

دا هم ولولئ

روژه څه شی ده، اصلي مقصد یې څه دی او ولې فرض شوې؟

دا د روژې مبارکه میاشت رارسېدلې او د نړۍ ټول مسلمانان په دې میاشت کې …