کورپاڼه / روغتيا / سهار وختي مو ولې له خولې بوی ځي؟

سهار وختي مو ولې له خولې بوی ځي؟

کله چې سهار له خوبه پورته کېږو نو ډېری وخت له خولې بد بوی ځي، آیا تاسې فکر کړی چې آخر ددې بدبویۍ سبب څه دی؟

که چېرته مو فکر کړی وي، نو تاسې به په دې پوهېږئ چې د سهار پرمهال له خولې څخه هغه وخت بوی ځي، چې د شپې له ویده کېدو دمخه مو نه وي پاک کړي، که چېرته د شپې پرمهال د ویده کېدو دمخه خپل غاښونه په سم ډول سره پاک کړو، نو د خولې بد بویي به مو کمه شي، بلکې ځینې وخت به ورک شي.

ددې سبب دا وي کله چې موږ څه شی خورو نو د هضم مرحله یې زموږ له خولې پیلېږي او هغه غدې چې لیاړې پیدا کوي، په هغې کې د اوبو سربېره څو ډوله بکټریا هم شتون لري، دغه بکټریا هغه مادې خارجوي، چې خوراکي توکي نرموي، ترڅو معدې ته په رسېدو سره یې هضمېدل آسانه شي.

که چېرته له خوراک وروسته مو په غاښوونو کې د خوراکي توکو ذرې پاتې شي، نو بیا دغه بکټریا خپل کار جاري ساتي، چې په پایله کې سلفر لرونکي مرکبونه هم جوړوي، چې بیا یو ډول بد بوی راپیدا کوي، نو که چېرته د شپې پرمهال له ډوډۍ خوړلو وروسته غاښونه پاک نه شي، نو په غاښونو کې مو په موجودو پاتې شونو همدغه عمل ترسره کېږي او په نتیجه کې بد بویي رامنځته کوي.

ددې ستونزې آسانه حللاره داده چې باید د شپې پرمهال له ډوډۍ خوړلو وروسته خپل غاښونه پاک کړو او هغه کسان چې د غاښونو ترمنځ یې خالي ځایونه وي، هغوی دې د کوم ډکي یا تار څخه ګټه واخلي.

یاده دې وي چې دا لارښوونې د هغه چا لپاره دي، چې د روغتیا له پلوه روغ جوړ وي او په کومه ناروغۍ احته نه وي، خو هغه کسان چې د کومې ناروغۍ په سبب یې له خولې بوی ځي، باید ډاکتر ته مراجعه وکړي.

Loading...

دا هم ولولئ

په بدن کې د اوسپنې د کمښت سببونه، نښې نښانې او د پوره کولو لارې چارې

په بدن کې د اوسپنې د کمښت مطلب دا وي چې په وجود کې وینه …