کورپاڼه / خبرونه / ملي لوبډلې په ننګرهار کې نا اعلان شوی تمریناتي کمپ پیل کړی
ملي لوبغاړي
عکس پخوانی دی

ملي لوبډلې په ننګرهار کې نا اعلان شوی تمریناتي کمپ پیل کړی

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې یو شمېر لوبغاړو په ننګرهار کې تمریناتي کمپ پیل کړی دی، چې موخه يې د زمبابوې پر وړاندې لوبو ته چمتووالی دی.

دا تمریناتي کمپ په داسې حال کې ترسره کېږي چې د ملي لوبډلې ډېری لوبغاړي له هېواده بهر دي.

د کرکټ بورډ د رسنیو څانګې په ننګرهار کې د تمریناتي کمپ په اړه تراوسه پورې کوم معلومات نه دي ورکړي، چې د تېر په څېر يې دا کمپ هم پټ ساتلی دی.

د ننګرهار ځايي خبریالان وايي، چې له څو ورځو راهیسې دا تمریناتي کمپ په ننګرهار کې پیل شوی دی او هغه لوبغاړي په کې ګډون لري چې اوسمهال په هېواد کې دي.

افغانستان له زمبابوې سره د مارچ په میاشت کې ۲ ټېسټ او ۳ نړیوالې شل اوریزې لوبې لري، خو د دومره کم وخت باوجود هم د دې سیالیو دقیقې نېټې او ځای تراوسه پورې نه دی معلوم او نه هم د ملي لوبډلې د سپانسر معلومات شته.

د افغانستان له ایرلېنډ سره د درې یو ورځنیو لوبو سیالیو کې هم افغانستان  د ملي لوبډلې د لباس لپاره سپانسر نه و پېدا کړی او د ملي سپورټ نوم پرې لیکل شوی و.

یاده دې وي چې راشد خان، محمد نبي، مجیب الرحمان، قېس احمد، نوین الحق، جاوېد احمدي، محمد شهزاد، یمین احمدزی، کریم جنت، فضل حق فاروقي، عظمت الله عمرزی او ځینې نور لوبغاړي اوسمهال له هېواده بهر دي.

Loading...

دا هم ولولئ

نسيم دانش

نسيم دانش: کرکټ يوې ډلې ته په سهم کې ورکړل شوى، دولت يې د جوړولو په کيسه کې نه دى

د افغانستان کرکټ بورډ باندې يو ځل بيا د خلکو نيوکې ډېرې شوې دي او …