کورپاڼه / هنر او کلتور / له فلم جوړونکي سره د لفظي شخړې وروسته سلمان خان په (ان شاءالله) فلم کې کار نه کوي

له فلم جوړونکي سره د لفظي شخړې وروسته سلمان خان په (ان شاءالله) فلم کې کار نه کوي

د بالیووډ خان، سلمان خان له فلم جوړونکي (لارښود) سره له بحث او لفظي شخړې وروسته په (ان شاءالله) فلم کې له کار کولو انکار وکړ.

ویل کېدل چې په (ان شاءالله) فلم کې به سلمان او عالیه بټ یوځای را څرګند شي، چې له مخکې یې په اړه اعلان هم شوی و، خو د فلم ډايريکټر سنجی لیلا بنسالي او د سلمان خان ترمنځ په کومه خبره بحث او لفظي شخړه تر دې حده ورسېده، چې سلمان خان په فلم کې له کار کولو انکار وکړ.

بله خوا د سلمان خان له انکار وروسته سنجی لیلا بنسالي د فلم د جاري ساتلو پرېکړه کړې او د سلمان خان پرځای یې د شاه رخ خان د لوبولو فیصله کړې او په دې اړه یې خبرې روانې کړي، خو اداکاره عالیه بټ به پخپل ځای پاتې وي او په فلم کې به کار کوي.

ویل کېدل چې په (ان شاءالله) فلم کې به عالیه بټ د  ۲۰ کلنې اداکارې او سلمان خان به د ۴۰ کلن شتمن رول ولوبوي او د 2022ء کال د اختر په ورځو کې به په سنیماګانو خپور شي.

یاده دې وي چې شاه رخ خان او عالیه بټ له دې وړاندې هم په (ډېیر زنده ګي) فلم کې یوځای کار کړی و او شاه رخ خان اوسمهال د خپل راتلوونکي فلم (پټان) په شوټنګ بوخت دی.

دا هم ولولئ

هندي عالم: که د شاه رخ خان زوی آریان خان په مدرسه کې زده کړې کړې وای، نو دا ورځ به یې نه لېدله

د ال انډیا د اسلامي عالمانو د ټولنې عمومي منشي او هندي عالم مولانا شهاب …