کورپاڼه / روغتيا / د نړۍ بېخي نوی عصري زړه به روان کال په اروپا کې خرڅلاو ته وړاندې شي

د نړۍ بېخي نوی عصري زړه به روان کال په اروپا کې خرڅلاو ته وړاندې شي

د نړۍ په ګوټ ګوټ کې ګڼ شمېر خلک د زړه له کمزورۍ سره مخ دي، تر دې چې د پیاوړي زړه خاوندان کېږي، تر هغې پورې ورته یو نوی مصنوعي زړه جوړ شوی، چې روان کال به خرڅلاو ته وړاندې شي.

ویل کېږي چې دغه زړه د هغه فرانسوي شرکت فارمټ لخوا جوړ شوی، چې څو لسیزې په دې برخه کې تجربه لري او له دې وړاندې یې لسګونه خلکو ته مصنوعي زړونه لګولي ول، خو دا ځلې یې نوې (ایسن) ډېر عصري دی، چې د روان کال تر نیمایي پورې به یې خرڅون پیل شي.

ویل کېږي چې د ایسن په نوم زړه به ۹۰۰ ګرامه وزن ولري، چې خورا له ښو سانسورونو او بیولوژیکي موادو څخه جوړ شوی، څلور والونه یا خانې لري چې د وینې جریان ممکنوي. دغه راز دوه بطنه لري، چې یو کې یې وینه او بل کې یې مایع شتون لري، چې د زړه د حرکت لپاره اړین وي، دغه ټول برخه یې له بیولوژیکي موادو څخه جوړه ده، چې انسان زړه سره ورته والی لري.

دوه مایکرو پمپونه هم لري چې د وینې په حرکت سره د زړه د درزا په څېر کړنه رامنځته کوي، سربېره پردې بې شمېره سانسورونه، پروسیسرونه او سرکټونه پکې نصب شوي، چې دنده یې د ناروغ د بدلیدونکو حالاتو سره سم حرکت کول او په دې توګه به مصنوعي زړه د طبیعي زړه په څېر کار کوي.

ویل کېږي چې هر کال د زړه د کمزورۍ په سبب لږ تر لږه درې میلونه خلک خپل ژوند له لاسه ورکوي او هغه کسان چې د زړه له کمزورۍ سره مخ وي، دغه مصنوعي زړه ورته له یوه نعمت څخه کم نه دی، د مثال په توګه په ۲۰۱۵ کال یو ناروغ ته همدې شرکت مصنوعي زړه لګولی و، چې بیا ناروغ شخص ویل چې ډېر ښه احساس کوي.

یو بل ۶۹ کلن ناروغ بیا ویلي ول، چې د مصنوعي زړه له لګولو وروسته په ورځ کې څو ځلې ګرځي، تر شلو ځلو پورې ښکته پورته کېږي، خو هیڅ ستونزه نه لري، بېخي روغ او جوړ دی.

کارمټ وایي چې دغه زړه به په مکمل ډول اتومات وي، خو د حرکت لپاره یو بیټرۍ او نورو وسایلو ته اړتیا وي، چې پنځه کیلو وزن به ولري.

Loading...

دا هم ولولئ

آلوبخاره ویښتان له توییدو او له وخته مخکې له سپینېدو څخه ژغوري

آلوبخاره د خپل خوند په سبب په خوراکي توکو یاهم مېوو کې د ډېرو خلکو …