کورپاڼه / تجارتي ليګونه / قېس احمد: پي ايس ايل کې لوبېږم، غواړم چې د افغانستان او پاکستان د کرکټ اړيکې ښې شي
قېس احمد

قېس احمد: پي ايس ايل کې لوبېږم، غواړم چې د افغانستان او پاکستان د کرکټ اړيکې ښې شي

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې ليګ سپينر قېس احمد وايي، چې ډېر خوشحاله دى چې د پاکستان سوپر ليګ کې لوبېږي او هلته به پاکستان هم وويني.

نوموړي وويل، چې افغانستان کرکټ بورډ ورته د پاکستان سوپر ليګ کې د لوبېدو اجازه ورکړې ده او هغه غواړي چې د افغانستان او پاکستان د کرکټ اړيکې ښې شي.

قېس احمد چې د پاکستان يوې ورزشي وېبپاڼې (کرکټ پاکستان) سره يې مرکه کوله، په خپلو خبرو کې وويل، چې پاکستان کې لوبېدو ته ډېر لېواله يم او خوښ يم چې په لومړي ځل په پاکستان سوپر ليګ کې لوبېږم.

نوموړي وويل، چې ما په کرکټ کې ډېره خواري کوله او څوک چې خواري کوي نو حتماً يوه ورځ بريا هم ترلاسه کوي، خوشحاله يم چې نن دومره مشهور يم.

هغه وويل، کله چې يې کرکټ پيل کړ، نو شاهد اپريدى يې د خوښې لوبغاړى و.

د خپلې توپوهنې په اړه نوموړي وويل، چې زه خو توپ اچونه کوم، خو کپتان ته دا هم وايم چې زه توپوهنه هم کولاى شم، زما قد ته مه ګوره، زه کولاى شم چې اوږدې اوږدې شپږيزې ووهم او دا مې په ځينو لوبو کې ثابته کړې هم ده.

په پاکستاني توپ اچونکي انور علي د ٤ شپږيزو په اړه قېس احمد وويل، چې هغه مې ښه ملګرى دى، خو حالات داسې و چې بايد موږ لوبه ګټلې واى او دغه وخت کې مې انور علي مخې ته راغى، چې ما پرې په ١ اور کې ٤ شپږيزې ووهلې.

قېس احمد وايي، چې ارمان يې همدا دى چې د افغانستان لپاره ولوبېږي، افغانستان زما لپاره لومړى او تجارتي ليګونه له هغه وروسته دي، زه اوس خوشحاله يم چې د افغانستان لپاره په درې واړه بڼو کې لوبېږم.

نوموړي وويل، کله چې په لومړي ځل په تجارتي ليګ کې لوبېده، نو ډېر ويرېدلى و، ځکه چې هلته يې سترو سترو توپوهونکو ته توپ اچونه کوله، خو په وېنا يې، چې اوس يې تجربه ترلاسه کړې ده او اوس توپوهونکي له هغه نه ويرېږي.

د راشد خان په اړه نوموړي وويل، چې راشد خان ډېره تجربه کاره لوبغاړى دى او هغه ورسره هر وخت خپلې تجربې شريکوي.

د پاکستان سوپر ليګ کې د لوبېدو په اړه قېس احمد وويل، چې زه دا غواړم چې د افغانستان او پاکستان اړيکې په کرکټ کې ښې شي، موږ ته کرکټ بورډ هم وويل چې تاسې ولوبېږئ هېڅ مشکل نشته، زه ډېر خوشحالېږم چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د کرکټ اړيکې ښې شي، د کوټې ګليډيټرز لوبډلې ټول لوبغاړي مې ملګري دي او هلته په لوبېدو خوشحاله يم.

د يادولو وړ ده چې قېس احمد د پاکستان سوپر ليګ کې د کوټې ګليډيټرز لوبډله کې لوبېږي، چې دا سيالۍ د فبرورۍ مياشتې په ٢٠مه نېټه په کراچۍ کې پيلېږي.

Loading...

دا هم ولولئ

عماد وسيم

پاکستانى کرکټر عماد وسيم هم د لور پلار شو

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې الراونډر لوبغاړى عماد وسيم هم د يوې لور پلار شو، …