کورپاڼه / جالب / په هندوستان یو کس زر کیلو ګلپیان په سرک غورځولي

په هندوستان یو کس زر کیلو ګلپیان په سرک غورځولي

د هندوستان په اترپردیش ایالت کې یو بزګر د لږې بیې یا قیمت په سبب زر کیلو ګلپیان په سرک غورځولي.

د هندي رسنیو د راپور له مخې ویل کېږي، چې د جهان آباد اوسیدونکی بزګر محمد سلیم زر کیلو ګلپیان د منډیي یا مارکیټ کمیټې ته راوړي ول، چې کمیټې ورته د یو کیلو په بدل کې د یوې روپۍ وویل او بزګر بیا ویل چې د منډیې نرخ د یو کیلو په بدل کې له دولسو څخه تر پنځلس روپۍ دی، خو که چېرته دوی لس روپۍ د کیلو په بدل کې ورکوي، نو سودا ته ورسره تیار دی.

خو د کمیټې غړو خپله خبره نېولې وه، چې بیا بزګر ته غوسه ورغله او زر کیلو ګلپیان یې د دفتر مخته په سرک وغورځول.

بزګر وایي چې نوموړې د اته زرو روپیو تخم اخیستی و او بیا په نیم جریب ځمکه کې کرلي، شپه او ورځ یې په ځان یوه کړې وه او کله چې فصل ورسید، نو تر منډیې پورې موټروان څلور زره کرایه هم ورکړه.

نوموړې وایي چې په منډیي کې د یو کیلو بیه له دولسو څخه تر څوارلسو پورې وه، خو که چېرته مال په اته روپۍ هم اخیستل کیده، نو ده به ورسره سودا کړې وه، خو هغوی یوازې یوه روپۍ نرخه وټاکه.

نوموړی زیاتوي چې ګلپیان یې ددې لپاره غورځولي چې ده کور ته د وړلو کرایه نه لرله او د یوې غریبې کورنۍ غړی و، چې په کور کې شپېته کلنه مور، وړه خور او دوه واړه ماشومان اوسېدل.

دا هم ولولئ

هغه غرڅه، چې دوه کاله یې څلور کیلو ټایر په غاړه وګرځاوه، اوږې یې سپکې شوې

هغه بې ژبې غرڅه، چې د خپل ژوند ډېره برخه یې په غاړه کې څلور …