کورپاڼه / هنر او کلتور / زه یم د ټرک ډرایور

زه یم د ټرک ډرایور

د دري او پښتو ژبې مشهورې سندرغاړې ځینې تازه عکسونه خپاره کړي دي، چې له ځانه يې پکې د ټرک ډرایوره جوړه کړې ده.

تاسې به د پښتو هغه پخواني فلم دا سندره اورېدلي وي  چې وايي: زه یم د ټرک ډرایور، زه یم د ټرک ډریور، اریانا سعید هم په دې عکسونو  کې له ځانه د ټرک ډرایوره جوړه کړې ده.

په دې عکسونو کې لیدل کېږي  چې اریانا سعید نارینه کالي اغوستي دي، خولۍ يې په سر ده.

نوموړې له دې عکسونو سره لیکلي دي، چې د سیار متین د ټرک ډرایور ته سلام وکړئ چې د کابل جلال اباد په لار يې چلوي.

اریانا سعید دا عکسونه پرون په خپله فېسبوکپاڼه کې خپاره کړي دي، چې تراوسه پورې لس زره کسانو خوښ کړي دي او همدا راز سلګونه جالبې او په زړه پورې تبصرې هم ورته شوې دي.

د یادونې وړ ده چې اریانا سعید اوسمهال په کابل کې ده، چېرته چې د ابر ستاره خپرونه کې ګډون لري او د دغه خپرونې به ثبته هره ورځ خپل تازه عکسونه هم خپروي.

دا هم ولولئ

هندي عالم: که د شاه رخ خان زوی آریان خان په مدرسه کې زده کړې کړې وای، نو دا ورځ به یې نه لېدله

د ال انډیا د اسلامي عالمانو د ټولنې عمومي منشي او هندي عالم مولانا شهاب …