کورپاڼه / خپلواک / سريلانکا په پاکستان کې له لوبې کولو انکار وکړ
سريلانکايي لوبډله

سريلانکا په پاکستان کې له لوبې کولو انکار وکړ

خپلواک وېبپاڼه – د سريلانکا کرکټ بورډ د پاکستان کرکټ بورډ هغه غوښتنه رد کړه، چې ورته ويلي يې و چې د سريلانکا لوبډله دې د پاکستان لوبډلې سره په پاکستان کې ټېسټ لوبه ترسره کړي.

د پاکستاني رسنيو د راپورونو تر مخه، پاکستان په خپل هېواد کې د نړيوال کرکټ د پيلولو لپاره له سريلانکا څخه غوښتنه کړې وه چې د لوبلړۍ يوه ټېسټ لوبه دې په پاکستان کې ترسره کړي.

د پاکستان او سريلانکا دغه لوبلړۍ د نړيوال ټېسټ چيمپينشپ سيريز برخه ده، چې لوبې يې له پاکستان څخه بهر پلان شوې دي، خو پاکستان کرکټ بورډ بيا هم له سريلانکا کرکټ بورډ څخه غوښتنه کړې وه چې يوه ټېسټ لوبه دې ورسره په پاکستان کې ترسره کړي.

که څه هم د سريلانکا کرکټ بورډ د پاکستان دغه غوښتنه په بيا بيا ځل رد کړې وه، خو د پاکستان کرکټ بورډ په ډېرو غوښتنو سريلانکا دې ته اماده شوه چې پاکستان ته خپل امنيتي کمېټه ولېږي او له هغه وروسته پرېکړه وکړي.

همدا راز د سريلانکا يو افېسر ايشلى ډيسلوا د پاکستان دوره وکړه او پاکستانيانو ته يې دا هم ويلي و، چې هغه به هڅه وکړي چې کرکټ بورډ دې ته تيار کړي چې سريلانکايي لوبډله پاکستان ته راولېږي، خو اوس تازه خبر دا دى چې د سريلانکا کرکټ بورډ پاکستان ته د خپلې لوبډلې له لېږلو څخه انکار کړى دى او په دې اړه يې د پاکستان کرکټ بورډ هم خبر کړى دى.

که څه هم تر دې مهاله پورې د پاکستان يا سريلانکا کرکټ بورډ رسمي اعلان نه دى کړى، خو ويل کېږي چې دواړه به ژر اعلان هم وکړي.

د يادونې وړ ده چې د ٢٠٠٩ کال د مارچ په مياشت کې د سريلانکا په لوبډله باندې په لاهور کې بريد شوى و، چې له هغه وروسته په پاکستان کې نړيوال کرکټ بند شوى و، که څه هم پاکستان په دې لړ کې ډېره خواري کوي، چې کومه نړيواله لوبډله پاکستان ته راولي، خو تر دې دمه پورې هېڅ يوې لوبډلې دې ته زړه نه دى ښه کړى چې پاکستان ته لاړه شي.

دا هم ولولئ

د سلیمان ساپي د سلیزې پرمټ افغان نولس کلنو زلمیو زمبابوې ته د ۲۶۲ منډو هدف کېښود

د زمبابوې نولس کلنو پر وړاندې د افغانستان ۱۹ کلنو ځوانانو لوبډلې په ځانګړي توګه …