کورپاڼه / تبصرې او وړاندوينې / نن ګلیډیټرز له عربینز، قلندرز له بولز او ابوظهبي له ټایګرز سره مخ کېږي

نن ګلیډیټرز له عربینز، قلندرز له بولز او ابوظهبي له ټایګرز سره مخ کېږي

د ابوظهبي ټي ۱۰ لیګ کې د سوپر لیګ سیالۍ روانې دي، چې نن به هم ۳ لوبې ترسره شي او په ټولو لوبډلو کې افغان لوبغاړي هم لوبېږي.

ګلیډیټرز د عربینز پر وړاندې

نن به لومړۍ لوبه د دکن ګلیډیټرز او مراټا عربینز لوبډلو ترمنځ ترسره شي چې د افغانستان په وخت ۴ بجې به پیل شي.

دواړو لوبډلو له دې مخکې پنځه پنځه لوبې ترسره کړې دي او فقط ۱-۱ بریا يې خپله کړې چې د مخکې امکانات يې ډېر کم دي.

له دکن ګلیډیټرز سره محمد شهزاد او شرف الدین اشرف او له مراټا عربینز سره بیا جاوېد احمدي او یمین احمدزی لوبېږي.

قلندرز د بولز پر وړاندې

نن به دویمه لوبه د قلندرز او ډیلي بولز لوبډلو ترمنځ د افغانستان په وخت ۶:۱۵ بجې پیل شي.

قلندرز تراوسه پورې کومه ماتې نه ده خوړلې او د ۱۰ نومرو سره په جدول کې تر ټولو مخکښه لوبډله ده، همدا راز ډیلي بولز ۸ نومرې لري او په جدول کې دریمه لوبډله ده.

د ډیلي بولز لپاره رحمان الله ګربز، محمد نبي او وقار سلامخېل لوبېږي او د قلندرز لپاره عظمت الله عمرزی لوبه کوي.

ابوظهبي د ټایګرز پر وړاندې

نن به دریمه لوبه د ټیم ابوظهبي او بنګله ټایګرز لوبډلو ترمنځ ترسره شي چې د افغانستان په وخت ۸:۳۰ بجې به پیل شي.

دواړو لوبډلو په ۵-۵ لوبو کې ۲-۲ بریاوې خپلې کړې دي، چې ټیم ابوظهبي څلورمه او بنګله ټایګرز پنځمه لوبډله ده او د دوی لپاره د نننۍ لوبې ګټل ډېر مهم دي.

په ټیم ابوظهبي کې نجیب الله ځدراڼ او نوین الحق او په بنګله ټایګرز کې بیا کریم جنت، قېس احمد، فضل حق فاروقي او مجیب الرحمان لوبېږي.

دا هم ولولئ

نیوزیلېنډ د پاکستان لوبډلې لپاره د ۱۳۵ منډو هدف کېښود

حارث رووف د پاکستان کرکټ لوبډلې لپاره زبردسته توپ اچونه وکړه، هغه په څلور اورونو …